لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټګان وايي په سوماليې کې د الشباب ډلې په وړاندې د پوځي عملیاتو د کمولو پلان نه لري


د امریکې دفاع وزارت د رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکی په سومالیه کې د خپلو پوځي عملیاتونو د کمولو پلان لري.


د پنټاګان ویاند نیوي کمانډر کنډیس ټریش امریکا غږ ته د جمعې په ورځ وویل: په وروستیو کې په سومالیه کې د امریکې د عملیاتو په پالیسۍ کې هیڅ شان بدلون نه دې راغلې او د امریکې حکومت به د سومالیې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي تر څو د الشباب ډله له منځه یوسي.


د (ان بي سي) خبرې ادارې د جمعې په ورځ راپور ورکړې وو چې امریکا پلان لري سومالیې کې خپل عملیات کم کړي ځکه چې هغوي په بریالیتوب سره توانیدلي چې د وسله والو ډلو ګڼ شمېر مشران په هواې بریدونو کې په نخښه کړې او له منځه یوسي.


د امریکا د پوځ په مشرۍ د کال ۲۰۱۹ لومړۍ هوايي برید د جنوري میاشتې په دویمه نیټه ترسره شو په کوم کې چې د الشباب ډله په نخښه کړې وه، تر څو په سیمه کې په نوموړې شبکې فشار زیات کړي.

پڼټګان ویلي ، امریکا په کال ۲۰۱۸ کې د الشباب ډلې پر ضد شاوخوا ۴۷ هوايي بریدونه کړي. په کال۲۰۱۷ کې ۳۵ او ۲۰۱۶ کې ۱۵ هواي بریدونه کړي د کوم له مخه چې په کال ۲۰۱۸ کې د بریدونو شمېر تر ټولو زیات دی.

د امریکې پوځي چارواکي وايی دا مهال په سوماليې کې د الشباب ډلې له ۳۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ په شمېر او د داعش ډلې شاوخوا ۲۵۰ وسله وال دي.

سوماليې کې دا وخت د امریکې د دفاع وزارت لږترلږه ۵۰۰ پوځي کارکوونکي مېشت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG