لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 چين د "بمونو مور" بم ازماينه کړې ده


د چين سرکاري رسنيو ويلي، چين د خپل جوړ تر غټ غېر ايټمي بم "د بمونو مور" ازموینه کړې ده، امریکې په کال ۲۰۱۷ م کې په افغانستان کې دا بم د داعش پرضد کارولی ؤ.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د چين د وسلو جوړولو شرکت نورينکو د بمونو د مور بم د ازموينې په اړوند په وېب پاڼه لنډه ويډيو خپره کړې ده.

ويل شوي دا بم په غېرابادۍ والا هواره ځمکه باندې غورځول شوی او په ويډيو کې د اور غټه لمبه او توره لوخړه ښکاري.

د چين سرکاري خبري ادارې ژنوا ويلي دا په لومړي ځل د بم ازموینه ده او د چين خبري ادارې دې ته د چين د "بمونو مور" ويلې ده.

ويل شوي دا بم په ايټم بم پسې په دوېم نمبر غټ بم دی او د چين د H-6Kبمبار الوتکې د لارې غورځول شوی دی.

خو د بم د ازموينې د نېټې او ځای ترڅنګ د فاصلې په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

امریکې په کال ۲۰۱۷م کې د افغانستان په ختيځه صوبه ننګرهار کې د داعش پرضد د "بمونو مور" په نوم تر غټ بم غورځولی ؤ.

ټرمپ ويلي ؤ د بمونو مور په افغانستان کې کارول "دا يو بل کامياب عمليات وو" او زياته کړې يې وه چې "هغه په خپل پوځ وياړي".

ويل شوي د چين د بمونو د مور اوږدوالی د شپږو نه تر ۱۲ فټه پورې دی او ويل کيږي وزن يې د امریکايي بم نه کم دی.

XS
SM
MD
LG