لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د افغانستان نه په وتلو غور کوي، رپوټ


د امریکې نايب صدر مايک پنس ويلي، صدر ټرمپ په دې غور کوي چې ګنې د افغانستان نه خپل ځينې سرتيري را اوباسي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي، مايک پنس فوکس نيوز ته ويلي، چې صدر ټرمپ په دغه اړوند ښکاره دريځ لري او هغه (پنس) فکر کوي چې صدر د افغانستان د ۱۸ کالو د جګړې په تړاؤ کومه يوه لاره خپله کړي.

فوکس د امریکايي لوړ پوړي چاوراکي له قوله ويلي چې امریکا د افغانستان نه درې زره سرتيري اوباسي او نور به وروسته وويستل شي.

د مايک پنس دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې ځينې مطبوعاتي راپورونو ويلي ؤ صدر ټرمپ پېنټاګون ته د افغانستان نه د اووه زره سرتېرو د ويستلو د تيارۍ ويلي ؤ.

د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د ويستلو د خبر خپرېدو وروسته د افغانستان حکومت دغه خبر ته ډېر اهميت نه ؤ ورکړی چې ګنې امريکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو په پلان غور کوي.

افغان حکومت ويلي ؤ افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه توان لري چې د خپل هېواد ساتنه او دفاع په خپله وکړي.

رويټر خبري ادارې د دوه امریکايي چارواکو له قوله ویلي ؤ، چې د ګڼو بحثونو په نتیجه کې، ښایي د هغو ١۴٠٠٠ امریکایي پوځیانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې دي، څو زره یې له دغه هیواده راویستل شي.

له دغې خبر يوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر ويلي ؤ له افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو خبر صرف ګنګوسې دي.

نوموړي ويلي ؤ دغه ګنګوسې یې په اخبارونو کې لوستلي او تر اوسه ورته په دغه اړه څه رسمي امر ندې ورکړل شوی.

او بيا يوه اوونۍ وړاندې د امریکا سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې چې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر نه دی کړی او نه یې هم د خپلو پوځیانو د شمېرې کمولو څه اراده ښکاره کړې ده.

امریکایي خبري ادارې بلوم برګ ويلي ؤ د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند ګیرټ مارکیوس د ايمېل د لارې ویلي دي چې صدر ټرمپ داسې هیڅ اراده نه ده ښکاره کړې چې ګنې امریکایي ځواکونه دې یا خو له افغانستان څخه بیرته راوبلي او یا یې په شمېره کې کموت راولي.

XS
SM
MD
LG