لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افريقې، پاکستان ته په نهه وکټو ماتې ورکړې ده


جنوبي افريقې په دوېمه پينځه ورځنۍ (ټېسټ) سیالۍ کې پاکستان ته په نهه وکټو ماتې ورکړې او ورسره يې د ټېسټ سیاليو سیريز هم ګټلی دی.

په جنوبي افريقه کې ترسره شوي د دوېم ټېسټ پچه، ټاس کوربه لوبډلې ګټلی او لومړی يې فيلډنګ اخيستی ؤ، پاکستان په خپل لومړي اننګز کې يواځې ۱۷۷ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د جنوبي افريقې لوبډلې ۴۳۱ رنزونه جوړ کړي او د پاکستان د رنزونو نه یې ۲۵۴ رنزونه زيات کړي وو.

په پاکستاني بالرانو کې شاهين افريدي او محمد عامر څلور، څلور لوبغاړي سوځولي وو.

پاکستان په خپل دوېم اننګز کې بيا په ټولو لوبغاړو ۲۹۴ رنزونه جوړ کړي او مخالفه لوبډلې ته يې يواځې د ۴۱ رنزونو هدف ورکړی ؤ.

د جنوبي افريقې لوبډلې د سیالۍ په څلورمه ورځ ، نن په اتوار، يکشنبه په يو وکټ سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړو او لوبه يې په خپل نوم کړه.

له دې وړاندې په لومړي ټېسټ سيالۍ کې جنوبي افريقې پاکستانۍ لوبډلې ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې وه.

درېمه سيالي په ۱۱م جنورۍ په جوهانسبرګ کې ټاکل شوې ده.

له دغې وروستو به د دواړو لوبډلو ترمنځ پينځه يو ورځنۍ او درې شل اووريزې سيالۍ هم کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG