لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده عرب اماراتو ولي عهد د اسلام اباد سفر کړی


د متحده عرب اماراتو ولي عهد د اسلام اباد لنډ سفر کړی د پاکستان وزیراعظم سره یې ليدلي او هم نن د اتوار، يکشنبې په ورځ بیرته ستون شوی دی.

د پاکستان د دولتي رسنيو ترمخه د ابوظهبي د ولي عهد محمد بن زېد النهيان په مشرۍ د متحده عرب اماراتو پلاوي د وزیراعظم عمران خان او د هغه د پلاوي سره ليدلي او دواړو يواځې ليدنه هم کړې ده.

النهيان دا سفر په داسې حال کې کړی چې تېره اوونۍ متحده عرب اماراتو د اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان دپاره د درې اربه ډالرو پېکج اعلان کړی ؤ.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي، متحده عرب اماراتو د درې اربه ډالرو اقتصادي پېکج اعلان د مخکې نه کړی په کوم کې چې د ائل ريفاينرۍ په ګډون په نورو پروژو باندې نن ختمي خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي النهيان د وزيراعظم عمران خان په بلنه د پاکستان سفر کړی او له دې وړاندې هغه په وروستي ځل په کال ۲۰۰۷م کې پاکستان ته راغلی ؤ.

ويل شوي پاکستان او متحده عرب امارات د اوږدې مودې دپاره په سټراټيژيکي اقتصادي همکارۍ باندې کار کوي او د پاکستان وزیراعظم د نومبر په مياشت کې د يو ای اي د سفر په مهال د النهيان سره په دغه اړوند غږېدلی ؤ.

له دې وړاندې سعودي عرب پاکستان ته د درې اربه ډالرو ورکولو او د درېو کالو دپاره د کال په سر د درې اربه ډالرو تېل په قرضو ورکولو ويلي ؤ.

د اقتصادي مشکلاتو سره د مخ هېواد پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي چې د اقتصادي مشکلاتو نه وتلو دپاره ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري.

پاکستان په عېن حال کې نړیوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) ته هم د قرض خواست کړی خو د ايي اېم اېف څخه ورته لا د قرضې ورکولو پخلی نه دی شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG