لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دخبرو راتلونکي پړاؤ کې هم افغان پلاوي سره له لیدنې انکار وکړو


طالبانو په سعودي کې د سولې دخبرو په راتلونکي پړاؤ کې هم د افغان دولت د پلاوی سره له لیدنې انکار کړی خو ددې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې دغه خبرې اترې باید د سعودي پځائ قطر کې وشي.

ټاکل شوې روانه میاشت د سعودي پلازمینه ریاض ښار کې د طالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې دخبرو پیل کولو په موخه مذاکرت کیږي چې پکې به افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم برخه اخلي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې دجدې له غونډې وړاندې په طالبانو سخت نړیوال فشارونه راوړل شوي ترڅو ددغه غونډې پرمهال د افغان دولت پلاوي سره هم لیدنه وکړي خو طالبانو ددغسې کولو نه انکار کړی دی.

تر دې وړاندې تیره میاشت په متحده عرب اماراتو کې هم افغانستان کې دسولې په موخه دطالبانو،امریکا،پاکستان،سعودي اؤ اماراتو د استازو ترمینځ څو ناستې شوې وې خو په دغو ناستو کې هم طالبانو دافغان دولت د پلاوی سره له لیدنې انکار کړی ؤ.

ډان ورځپاڼې دطالبانو د یو مشر(چې نوم یې نه دی ښودلی) له خولې لیکلي چې "متحده عرب امارات اؤ سعودي عرب غواړي چې باید د سعودي ناسته کې طالبان دافغان دولت پلاوي سره وویني خو مونږ دې ته اماده نه یو ځکه غواړو چې دغه غونډه باید سعودي ګې جوړه نه شي "

هغه ویلي ټاکل شوې وه چې د ریاض ناسته کې به په هاغو چارو خبرې وشي چې تیره میاشت د متحده عرب اماراتو په غونډه کې نه وې فیصله شوې خو اوس طالبان نه غواړي دغه غونډه په سعودي کې جوړه شي.

طالب مشر زیاتوي چې هغوئ غواړي دخبرو بل پړاؤ باید په قطر کې ترسره شي خو سعودي عرب یا امریکا تر اوسه نه ده واضحه کړې چې دطالبانو په خوښه به دسعودي ټاکلې غونډه قطر ته یوسي که نا؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG