لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ او هندي وزيراعظم مودي په افغانستان کې د همکارۍ په سېوا کولو خبرې کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هند د وزيراعظم نريندرا مودي سره خبرې کړي چې په افغانستان کې همکاري سېوا کړي.

سپينې ماڼۍ د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، صدر ټرمپ د وزيراعظم مودي سره په ټيليفون خبرې کړي چې د هند سره د امریکا د سوداګرۍ خساره راکمه کړي او په افغانستان کې همکاري سېوا کړي.

د رويټرز ترمخه سپينې ماڼۍ ويلي،

"دواړه مشران په دې موافقه شوي چې په کال ۲۰۱۹ کې د امریکا او هند سټراټيجيکي همکاري پياوړي کړي او د هند سره د سوداګرۍ د خسارې راکمولو په اړه نظرونه شريک کړي، د هند امنيت او سوکالي پراخه کړي او په افغانستان کې همکاري سېوا کړي".

د امریکې او هند مشرانو په افغانستان کې د همکارۍ سېوا کولو خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې هند فیصله کړې چې د افغانستان سره به د څلورو نورو پوځي هیلي کاپټرو مرسته وکړي.

دغه هیلي کاپټرې به، اېم ايي ـ ٢٥ ډوله روسۍ توپداره هیلي کاپټرې وي او په څو میاشتو کې به د افغانستان په واک کې ورکړل شي.

صدر ټرمپ يوه اوونۍ وړاندې په پاکستان، روس او هند غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ضد وجنګیږي.

صدر ټرمپ ويلي امریکا چې په زرګونو ميله د لرې نه په افغانستان کې د ترهګرو سره په جګړه بوخته ده نو پاکستان، هند او روس خو په دغه سیمه کې دي، دوي دې د ترهګرو په ضد جګړې ته راوړاندې شي.

XS
SM
MD
LG