لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې د پي ټي اېم په غړو مقدمه درج شوې


د کراچۍ ښار د ملير ضلعې په ګلشن معمار پوليس تاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د غړو پرضد مقدمه درج شوې چې پکې د ۳۳ کسانو نومونه ليکل شوي دي.

د ګلشن معمار تاڼې د پوليس مشر اشتياق پخلی کړی چې د دغو کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نورالله ترين وايي د ګلشن معمار تاڼې د جمالي ګوټ نه ګل حسن او د جنجال ګوټ نه الله نور چې په ساده جامو کې کسانو د شپې په مهال پورته کړي دوي د دغو کسانو د پورته کوونکو پرضد تاڼې ته ورغلي او هلته یې احتجاج کړی ؤ.

نور الله ترين
نور الله ترين

هغه وويل دا دواړه کسان په قوم محسود دي د جنوبي وزیرستان سره تعلق لري او دواړه د اېف سي نه ريټايرډ دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ترين وويل پوليس دوي ته ويلي ؤ چې يو ورځ وخت ورته ورکړي خو د ورځې تېرېدو وروسته بيا هم دوي ته حال ور نه کړی شو او پرون ورته مالومه شوه چې پوليس بيا د دوي پرضد مقدمه درج کړې ده.

ترين زياته کړه کوم کسان چې نيول شوي دوي د پي ټي اېم غړي نه وو، خو پي ټي اېم يواځې د هغو د مالومولو او خوشي کولو دپاره احتجاج کولو.

د ګلشن معمار په تاڼه کې په پينځمه جنورۍ درج شوي مقدمه (اېف ايي ار) کې ویل شوي د نورالله ترين او اختر په مشرۍ کې د ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کسان په جنجال ګوټ کې راجمع شوي غېر قانونه جلسه يې کوله.

ياد اېف ايي د پي ټي اېم سېپ افغان په فېس بک خپور کړی دی،

په مقدمه کې ليکل شوي جلسې ته د وېناؤ په مهال د پاکستان پرضد نعرې وهل شوي او بيا د جلسې نه وروسته دا خلک د ګلشن معمار تاڼې په مخه تېرېدل او هلته يې هم د پاکستان د پوځ او نورو دفاعي ادارو پرضد او د کرکې نعرې وهلې.

د دغو کسانو پرضد بيا د ترهګرۍ د مادې 7ATA تر څنګ د نورو مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

د پوليس تاڼې د مشر په خبره دوي په دغو کسانو کې درې نيولي د چا پرضد چې مقدمه درج شوې ده.

خو نورالله ترين وايي چې د هغو دوه لومړی پورته کړی شوؤ کسانو تراوسه پورې څه پته نه ده لګېدلې او بيا په مقدمه کې درج يو تن پوليسو نيولی او څلور نور هم نيول شوي او اته يا نهه کسان بيا تېره شپه اوچت کړی شوي دي.

هغه زياته کړه دوي نن د قانون پوهانو سره مشوره کوي احتجاج يې ځنډولی او د راتلونکې دپاره به تګلاره اعلانوي.

XS
SM
MD
LG