لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پاکستان به نور د کرایې دټوپک په توګه نه کارؤل کیږي


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي د نورو مرستې اؤ پورونه ویړیا نه وي بلکې دهغې قیمت لنډول وي ،پاکستان ددې هرڅه ډير دروند قیمت ادا کړی خو اوس به نور د کرایه د ټوپک په توګه نه کارول کیږي.

دترکي خبري اژانس ټي ار ټي ورلډ سره یوه مرکه کې دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو په اړوند عمران خان وویل “په پاکستان تل دا تور لګیدلی چې امریکا سره اړیکې یو اړخیزه پاتې شوي، خو کله چې ته د پردو مرستو اؤ پورونو ته ناست یې نو دا ویریا نه وي،نور به هم درنه څه غواړي،پاکستان هم ډیر څه ورکړي دي”

هغه وویل “نور به پاکستان پردۍ جګړې نه کوي،مونږ به دکرایه د ټوپک په توګه نه کارول کیږو،زمونږ بهرنۍ تګلاره به د ولس په ګټو ولاړه وي”

دتیرې یوې نیمې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهسې کابل اؤ واشنګټن په اسلام اباد تورونه لګوي چې دطالبانو اؤ حقاني شبکې وسله والو سره په پټه مرستې کوي اؤ افغانستان کې یې جنګونو نه لمسوي خو پخپله دغه مرکه کې عمران خان وویل چې افغانستان کې د روان وضعیت علت یوازې دحقاني ډلې شتون نه دی

هغه وویل “افغانستان کې د دریوو نه نیولې تر څلورو زرو د حقاني شبکې خلک څنګه د روان وضعیت علت ‘ګرځیدلی شي؟حالانکې د یونیم لکو نه زیات دناټو اؤ دوؤ لکو نه زیاتو دافغانستان خپلو ځواکونو په تیرو شپاړسو کالو کې دافغانستان جګړه ونه ګټل شوه،”

دعمران خان وینا وه “زه د اوږدې مودې نه همدا خبره کووم چې افغان ستونزه هیڅ پوځي هواری نه لري اؤ نن دا خبره ټول مني”

ددې پوښتنې ځواب کې چې پاکستان دافغان کشالې په هواري کې څه رول لوبولی شي؟ عمران خان وویل پاکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره په ګډه دطالبانو امریکې اؤ افغان دولت خبرو ته کښېنولو دپاره کار کولی شي ترڅو سیاسي روغه جوړه وشي.

تیره میاشت دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د یو لیک له لارې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښېنولو کې مرسته غوښتې ده اؤ پاکستان به له خپله انده امریکا سره په دغه لړ کې کوټلې همکاري کوي.

وروسته بیا عمران خان وویل چې پاکستان طالبان دوه کرته امریکا سره په قطر کې خبرو ته کښېنولي دي.

دقطر په مزاکراتو کې دامریکا استازیتوب زلمي خلیلزاد کولو چا چې تیره میاشت اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال وزیراعظم عمران خان سره هم لیدلي وؤ.

زلمي خلیلزاد دعوه کړې ده چې امریکا،طالبان اؤ افغان دولت دافغان کشالې په سیاسي هواري صلاح شوي دي خو طالبان وایي ترڅو چې دافغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ افغان دولت سره سوله نه کوي.

ټاکل شوې وه روانه میاشت په سعودي عرب کې هم د امریکا،طالبانو ، سعودي اؤ پاکستاني چارواکو ترمینځ دافغان کشالې دهواري په موخه غونډه جوړیږي خو طالبانو ویلي هغوئ غواړي دا غونډه دسعودي پځائ باید قطر کې جوړه شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG