لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا اؤ طالبانو دخبرو بل پړاؤ دچهارشنبې په ورځ قطر کې پیل کیږي


طالبانو منلې ده چې دامریکا سره یې دخبرو بل پړاؤ سبا چهارشنبه په قطر کې پیل کیږي خو ویلي یې دي چې په دغو خبرو اترو کې به دافغان دولت یا بل کوم هیواد استازي برخه نه لري.

دطالبانو یو مهم مشر د خپل نوم نه ښودلو په شرط نړیوالې خبري شبکې رائټرز ته ویلي دخبرو اترو پرېکړه دواړو خواؤ خپلو کې په مشورې سره کړې ده اؤ دا مزاکرات به تر دوؤ ورځو دوام لري

رائټرز وایي دطالبانو یو بل مهم مشر ورته پخلی کړی چې خبرې سبا قطر کې پیل کیږي خو افغان دولت یا بل کوم هیواد به پکې برخه نه اخلي.

طالب مشران وایي چې دا ځل هغوئ یوازې د امریکایي چارواکو سره خبرې کول غواړي اؤ په دغو خبرو کې به افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو،د بندیانو په تبادله کولو اؤ دطالب مشرانو څخه د سفري بندیزونو په پورته کولو غور اؤ بحث کولی شي.

احتمال ښودل کیږي چې دقطر په دغه خبرو کې به دامریکا استازیتوب افغانستان کې دسولې دپاره ځانګړی امریکایي استازی زلمی خلیلزاد وکړي.

تر اوسه امریکایي چارواکو په قطر کې د چهارشنبې د ورځې څخه دپیلیدونکو خبرو پخلی نه دی کړی خو که دا خبرې راجوړې شوي نو دا به په تیرو دوؤ میاشتو کې د زلمي خلیل زاد اؤ طالب مشرانو ترمینځ د دسولې دخبرو څلورم پړاؤ وي.

تر دې وړاندې تیره میاشت په متحده عرب اماراتو کې هم دافغانستان دسولې په اړوند یوه غونډه راجوړه شوې وه چې ورته دافغان دولت استازي هم ورغلي وؤ خو طالبانو هغوئ سره له لیدنې انکار کړی ؤ.

په قطر کې دا اوسنۍ کیدونکې غونډه تر دې وړاندې دسعودي پلازمینه ریاض کې پلان شوې وه خو تیره ورځ طالبانو ویلي وؤ چې په هغوئ د سعودي لخوا ټینګار کیدلو چې باید دسعودي غونډه کې افغان دولت سره وویني اؤ هغوئ دغسې کولو ته تیار نه دي نو ځکه دا غونډه دسعودي پځائ قطر کې کول غواړي.

دامریکا،پاکستان اؤ ایران چارواکي وایي هغوئ هڅه کوي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته چمتو کړي خو طالبان دریځ لري چې افغان دولت هیڅ واک نه لري اؤ د جګړې اصل لوری امریکا ده ځکه نو هغوئ امریکا سره خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG