لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاع وزیر:افغانستان کې تر سولې راتلو به د دښمن په ضد جګړه روانه وي


اسد الله خالد
اسد الله خالد

دافغانستان ددفاع سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله خالد ویلي افغانستان کې به تر هغې د دښمن پر ضد جګړه اؤ فشار دوام ولري ترڅو چې سوله نه وي راغلي اؤ دښمن له خپلو کړنو لاس نه وي اخستی.

دچهارشنبې په ورځ فاریاب ولایت ته دسفر په مهال ددفاع وزیر ویلي دافغانستان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ قوي کیږي ،ددفاعي حالت څخه وتلي اؤ دښمن ځپلو ته تیار دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د راپور له مخې ددفاع د سرپرست وزیر سره په دغه سفر کې دناټو اؤ امریکايي ځواکونو کمانډر جنرال سکاټ مېلر هم شامل ملګری ؤ.

پژواک وایي فاریاب ته دغو لوړ پوړو امنیتي چاروکو دا سفر وروسته له هغې کړی چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په اندخوی او المار ولسوالیو کې دپوځي عملیاتو له امله ۵۰ وسله ووژل شول.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په فاریاب کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات اغېزمن وګڼل او زیاته یې کړه، په وروستیو څو ورځو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه هوډ څرګند کړو چې فاریاب کې به دامنیتي وضعې تر ښه کیدلو پوځي عملیات دوام ولري.

په دغه مهال د فاریاب والي نقیب الله فائق ویلي په فاریاب کې نا امني وه خو سیمې ته دائتلافي ځواکونو په راتلو اوس طالبان ځپل شوي اؤ په سیمو د قبضې کولو توان نه لري.

هغه وویل د ولایت په کچه طالبانو سره دسولې خبرو ته سپین ږیږي ور وړاندې شوي دي اؤ هیله ده د سولې دا هڅې به ښې پایلې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG