لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د قطر په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ، داودزی وایي مخامخ خبرې دې ورسره وکړي


واشنګټن ــــ ټاکل شوې وه چې د طالبانو او امریکې د استازو تر منځ راتلونکې ناسته د شورو- چارشنبې په ورځ په قطر کې وشي، خو طالبانو له امریکې سره پر ځینو خبرو موافقې ته د نه رسېدو له کبله په دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی دی.

رویټرز خبري ایجنسۍ له پېښوره پخپل رپوټ کې ویلي، چې "په افغانستان کې د طالبانو ځینو مشرانو ورته ویلي، چې د ایجنډې پر سر د اختلاف له کبله له امریکایي چارواکو سره په سبانۍ غونډه کې نه ویني".

طالبانو نه دي ویلي چې د کومې ایجنډې پر سر د اختلاف له کبله په غونډه کې ګډون نه کوي، خو رویټرز لیکي چې طالبانو د سیمه ییزو قوتونو دا غوښتنه رد کړې ده، چې ګواکې افغان چارواکي دې هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو یوه مشر د نوم نه څرګندولو په شرط تېره ورځ رویټرز ته ویلي وو، چې له امریکايي استازو سره تر دوه اړخیزې موافقې وروسته د مذاکراتو په دوې ورځنۍ غونډه ویني، چې د جنورۍ په 9مه په قطر کې پیلېږي.

له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو پرله پسې انکار ته په پام د ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزې همږغۍ ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا مشر عمر داودزي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه د طالبانو د دریځ احترام کوي، خو وایي بهرني ځواکونه د افغان حکومت له پرېکړې پرته نه شي وتلای.

عمر داودزی د نهې- سه شنبې په ورځ په څلورورځني سفر اسلام اباد ته تللی، چې ټاکل شوې هلته به د حکومتي مشرانو تر څنګ له پوځي چارواکو او د پاکستان د مذهبي ګوندونو له مشرانو سره هم ویني. داودزي پاکستان ته تر سفر وړاندې په کابل کې له امریکا ږغ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني:

"د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته اړتیا ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون نور اړوند مسایل پکې وڅېړل شي، سمدستي د بهرنیو ځواکونو ایستل به افغانستان د 90مې لسیزې غوندې په کورنیو جګړو اخته کړي".

عمر داودزی وایي، طالبان ډېره موده له هېواده دباندې اوسېدلي ځکه بدلون پکې راغلی دی، هغه همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د افغان سولې په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې هم مثبتې نخښې لیدل کېږي.

امریکې او افغانستان تر اوسه په قطر کې د ځنډول شوې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو دواړو هېوادونو په وروستیو کې پر پاکستان ټینګار کړی چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په مخامخ خبرو کې مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د امریکې او طالبانو تر منځ غونډه د سعودي عربستان په پایتخت ریاضت کې پلان شوې وه او داسې رپوټونه ورکول کېدل چې سعودي به په دې غونډه کې پر طالبانو ټینګار وکړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، ځکه نو طالبانو په هغه غونډه کې هم له ګډونه انکار وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG