لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خليلزاد د افغانستان، پاکستان، هند او چين سفر کوي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغانستان د سولې د خبرو په موخه د افغانستان، پاکستان، هند او چين سفر پېلوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، زلمی خليلزاد به د پلاوي په مشرۍ د اتمې جنورۍ څخه تر ۲۱ جنورۍ پورې د دغو هېوادونو په سفر وي.

ويل شوي هغه به د يادو هېوادونو د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ويني چې د افغانستان په منځنۍ سياسي روغه جوړه کې اسانتياوې برابر کړي.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي امريکا د افغان ولس او نړيوالې ټولنې د دې خواهش ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ۴۰ کالو شخړه هواره شي او دا باوري کړی شي چې افغانستان بيا کله هم د نړيوالو ترهګرو پلېټ فارم جوړ نه شي.

ويل شوي خليلزاد به د افغان حکومت د چارواکو او نورو لیواله فريقېنو سره وويني چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي چې افغان ولس پياوړی کړي چې د خپل هېواد د راتلونکې فېصله په خپله وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغان سولې د بېن الافغاني هڅو په لړ کې ځانګړی استازی خليلزاد صدر اشرف غني، اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او نورو فريقېنو سره همغږۍ ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې سوله يقيني شي.

ويل شوي د امریکا هدف دا دی چې د افغان شخړې د هوارولو دپاره د افغانانو ترمنځ خبرو ته وده ورکړي او ورسره اړونده فريق هم د خبرو مېز ته راوستو ته اماده کړي چې سياسي حل لاره رامنځته شي په کومه کې چې د قانون د سرلوړۍ لاندې هر افغان ته برابر حقونه ترلاسه وي او هغه خپلې زمه وارۍ ترسره کړي.

خليلزاد د دسمبر د میاشتې په خپل وروستۍ سفر کې ټينګار کړی ؤ چې د شخړې يواځينی حل د ټولو فريقېنو يو ځای کېښناستل او د افغانستان د راتلونکې دپاره داسې سياسي تړون کول چې يو بل ته پکې درناوی او د منلو وي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG