لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د افغانستان دپاره په ويزه پاليسۍ کې بدلون نه دی کړی


پاکستان ويلي د افغانستان دپاره یې په ويزه پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی کړی او په افغانستان کې د پاکستان مشن د ورځې په سر په زرګونو ويزې ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په ټويټر ويلي،

"پاکستان د افغانستان دپاره په ويزه پاليسۍ کې بدلون نه دی کړی، په افغانستان کې د پاکستان مشن د ورځې په سر افغانانو ته ۳۸۰۰ ويزې ورکوي، دا د کوم بل هر هېواد نه زیاتې ویزې دي. ويزې ويړيا ورکول کيږي".

فېصل دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې د تېر زيارت په ورځ د پاکستاني چارواکو له قوله په مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره شوي ؤ چې د امنيت په موخه په پوله او هوايي اډو باندې افغان وګړو ته د پاکستان ويزې ورکول ودرول شوي دي.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) د اميګرېشن د څانګې مشر عصمت الله جونېجو د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ، د ويزې د پاليسۍ د بدلون سره پاکستان ته د راتلونکو افغانانو په ګرځېدو هم ځينې بندېزونه لګول شوي دي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير زردشت شمس وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي ؤ د پاکستان لخوا خو افغانانو ته دغه اسانتيا د وړاندې څخه نه وه ترلاسه.

جونېجو ويلي ؤ هغه افغانان چې پاکستان ته داخل شي دوي به يو ځانګړی رجسټرېشن فارم ډکوي او په هغې کې به دلته د پاتې کېدو د وخت او ځای تفصيل ښايي.

هغه ويلي دا تفصيلات به د اړونده پوليس تاڼې سره د نور پخلي دپاره شريکولی شي.

محمد فېصل ټويټ په داسې حال کې کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني د افغان سولې د سيمه ييزې موافقې دپاره ځانګړي استازي محمد عمر داؤدزي پرون نهې سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي په دغه ناسته کې د افغان سولې ترڅنګ په دوه اړخيزه اړيکو خبرې اترې شوي دي.

XS
SM
MD
LG