لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان ته دخپل انګڼ په توګه ګوري،دهندي پوځ سرلښکر


دهندى فوځ مشر جنرال بيپن راوت طالبانو سره پرته له کومو لازمي شرطونو دسولې دخبرو هرکلى کړيدى. خو ویلي یې دي پاکستان افغانستان ته دخپل انګڼ په توګه ګوري اؤ دافغان کشالې دداسې هواري هڅه به کوي چې هغوئ دپاره ګټه ولري.

دهند د " دي هندو" ورځپاڼې له مخې په نوي ډيلي کې يوې غونډې ته دوينا په مهال دهندي پوځ سرلښکر وويل "بايد طالبان سره خبرې وشي ،ترڅو چې هغوي کوم لازمي شرطونه نه وي ايښودي او ترڅو چې هغوي په افغانستان کې دتلپاتې سولې په لوري ګوري او په دغه هيواد کې ثبات راوړي "

دهندي پوځ مشر منلې ده چې په افغانستان کې سوله دهند ترڅنګ دسيمې او دپاکستان په ګټه ده خو زياته يې کړه

" کله چې ته لازمي شرطونه اېښودل پيل کړې نو دا دتصوراتي فتحې احساس ورکوي چې ګنې يو يا بل اړخ دګټې له مقام څخه خبرې کوي "

هغه دعوه وکړه چې پاکستان افغانستان ته دخپل " انګڼ " په توګه ګوري او هم له دې امله به دافغان ستونزې يو داسې حل ته درسيدو هڅه کوي چې دهغوي په ګټه وي.

واشنګټن،نوی ډیلی اؤ کابل د تیرې څه دپاسه یوې نیمې لسیزې راهسې اسلام اباد اباد افغانستان کې په لاسوهنه تورنوي اؤ وایي پاکستان طالبان،حقاني شبکه اؤ نور جنګیالي افغانستان کې بریدونو ته لمسوي.

خو پاکستان مدام افغانستان کې د مداخلې تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان کې دامن تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته رسیږي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت ویلي وؤ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د یو لیک دلارې غوښتنه کړې چې طالبان باید افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښینوي اؤ پاکستان به له خپل لوري په افغان سوله کې کوټلی کردار ترسره کوي.

عمران خان دا هم ویلي چې دپاکستان په تابیا دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرې پیل شوي دي .

خو تر اوسه چې د طالبانو اؤ امریکایي چارواکو ترمینځ افغانستان کې دسولې په اړوند څومره خبرې شوي په هغې کې طالبانو افغان دولتي هئېتونو سره له لیدنې انکار کړی دی.

طالبانو شرط اېښی چې افغان دولت سره به هله مخ په مخ د سولې خبرې کوي چې امریکایي ځواکونه دافغانستان څخه اوځي خو امریکا له نه ده واضحه کړې چې دطالبانو دغه غوښتنه به ومني که نه؟

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG