لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله: د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې خبرې او تړون هسې یو خوب وي


واشنګټن ـــ د افغانستان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، طالبان چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له ګډونه انکار کوي د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې به د اوولس کلنې جګړې پای یو خوب پاتې شي.

عبدالله عبدالله دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې طالبانو تېره ورځ په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکې له پلاوي سره په ټاکل شوې غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او علت یې په غونډه کې د ایجنډا پر سر اختلاف وباله.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د اساسي قانون [آیین] د 15مې کلیزې په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې د افغان حکومت له ګډونه پرته نه شي کېدای:

"هر هغه د سولې تړون چې زموږ د خلکو حقونو ته- چې له ډېرو قربانیو وروسته یې تر لاسه کړي- پکې درناوی نه وي شوی هغه د سولې تړون به هسې یو خوب وي او هیڅکله به ونه شي".

امریکا له طالبانو سره د وروستیو خبرو په نتیجه کې پر طالب مشرانو فشار راوړي چې له افغان چارواکو سره مخامخ خبرو ته کښېني، خو طالبان دې ته نه حاضرېږي او هغوی امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو اصلي قوت ګڼي.

طالبانو د قطر په ځنډول شوې غونډه کې له ګډونه تر انکار وروسته د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه لیکنه کې دعوه کړې، چې امریکا غواړي د سیمې د هېوادونو په وسیله پر دوی فشار زیات کړي او له افغان حکومت سره یې مذاکراتو ته اړ کړي:

"امریکایي لوری په دې هڅه کې دی چې د معضلې د بنسټیز حل ور اخوا د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره له اسلامي هېوادونو د فشار کارولو استفاده کوي یا خو د امریکايي اړخ نه هغوی ته د فشار اچولو ټاسک ورکول شوی او یا دا چې د امریکايي پلاوي له کړو وړو نه په استفادې هغوی د فشار اچولو په وسیله خپل اهداف تعقیبوي".

د طالبانو یوه مشر رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د سولې په اړه د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د قطر په ځنډول شوې غونډه کې د ایجنډا له مخې له افغانستانه د امریکایي پوځونو پر وتلو، د بندیانو پر تبادله او د طالب مشرانو پر تګ راتګ د بندیز پر لرې کولو بحث کول وو.

د سیاسي چارو څېړونکی رحیم الله یوسفزی وایي، زلمي خلیلزاد چې د هند، چین، افغانستان او پاکستان سفر پیل کړ، دا څرګندوي چې امریکا غواړي طالبانو د سیمه ییز فشار له لارې لومړی اوربند او بیا له افغان حکومت سره خبرو ته مجبور کړي. رحیم الله یوسفزي وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"امریکایان طالبانو ته وایي چې تاسې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې وکړئ او امریکا یا نور هېوادونه په دې کې د سهولتکار رول تر سره کولای شئ، خو طالبان تر اوسه منکر دي، دغه تر اوسه پورې په دې خبرو کې یو خنډ دی".

د طالبانو سرچینو ویلي له امریکایي چارواکو یې غوښتنه کړې وه چې د دوی 25000 طالب بندیان دې خوشي کړي او په بدل کې به یې دوی هم پخپله ولکه کې ساتلي 3000 بندیان خوشي کړي، خو وایي امریکایي چارواکي لېواله نه وو چې په دې اړه خبرې وکړي.

Recommended

XS
SM
MD
LG