لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غوا په مقدمه د ياد اعظم سواتي استعفی منظوره کړی شوې


د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د مرکزي وزارت څخه د اعظم سواتي استعفی منظوره کړی شوې ده هغه د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير ؤ.

د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د اعظم سواتي فارم هاؤس ته د هغه د يو غريب ګاونډي غوا اوړېدلې او بيا د اسلام اباد پوليس مشر د سواتي ټيليفونه نه ؤ اورېدلی او پوليس افسر بيا بدل کړی شوی ؤ.

ويل شوي ؤ د پوليس مشر جان محمد په بدلولو چيف جسټس د خپله انده (از خود) نوټس اخيستی ؤ.

د نومبر په مياشت کې سپريم کورټ د اعظم سواتي په ضد د ګډې پلټنيزې ډلې (جي ایي ټي) جوړولو امر کړی او ويلي يې ؤ چې د سواتي د پنګو او جايدادونو جايزه دې هم واخيستل شي.

د دسمبر په مياشت کې جی ايي ټي عدالت ته په خپل رپوټ کې ويلي پوليس افسر د سواتي په وېنا بدل کړی شوی او داسې هم ويل شوي چې سواتي خپل واک بې ځايه کارولی دی.

سواتي بيا د عدالت نه بخښنه غوښتې خو عدالت ويلي ؤ چې د هغه پرضد د ائين د ۶۲ اېف ون مادې لاندې مقدمه چلېدی شي او په دغه اړوند يې قانوني مرستیالانو ته سپارښتنه کړې وه.

د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ اېف ون شق وايي د پارليمان غړی به رښتونی او ایماندار (صادق او امين) وي. او سپريم کورټ تېر کال په يوه اورېدنه کې ويلي ؤ چې څوک (صادق او امين) نه وي هغه بل تلعمري نااهله وي.

د سواتي فارم هاؤس ته د باجوړ سره تعلق لرونکي یو غريب تن غوا اوړېدلې او بيا دغه تن، د هغه ښځه پېغله لور او زوی جېل ته اچول شوي وو.

سواتي بیا عدالت ته ويلي ؤ چې د يادې کورنۍ سره یې روغه شوې خو سپريم کورټ د هغه پرضد د جي ايي ټي جوړولو امر کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG