لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فراه کې طالبانو خبریال وژلی دی


دافغانستان په فراه ولایت کې تیره ورځ د جاوید نوري په نامه یوتن خبریال د وسله والو طالبانو لخوا تر برمته کیدلو وروسته په ډزو وژل شوی.

دفراه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي جاوید نوري په دې ولایت کې له یوې سیمه ییزې راډيوسره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله او دشنبې په ورځ له شاوخوا ۳۰ مسافرو سره یوځای دفراه مرکز ته نږدې دطالبانو له موټره ښکته کړ او وروسته یې خبریال په ډزو وژلی دی.

د را رپوټونو له مخې دوژل شوي خبریال جسد دتیرې سه شنبې په ورځ دهغه کورنۍ ته سپارل شوی دی

په افغانستان کې دبې پولې خبریالانو ټولنې د خبریال د وژنې پیښه په کلکه غندلې او دایې دبشرضد سترجنایت ګڼلی دی.

دې تنظیم په یوې اعلامیه کې ویلي پرافغان خبریال جاوید نوري برید او دهغه وژنه دبخښنې وړنه ده او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې طالبان له دې ډول بریدونو څخه را وګرځوي.

وسله والو طالبانو په دې پیښه کې دلاس لرلو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دخبریال دوژل کیدو لومړنی پیښه ده چې په افغانستان کې رامنځته شوه

دبې پولې خیریالانو ټولنې ویلي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دترهګرو او دافغان حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا په بیلابیلو بریدونو او چاودنو او هدفي بریدونو کې ۱۵ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG