لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د افغانستان د سوله ييز حل د هڅو دپاره اسانتياوې برابروي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان د سوله ييز حل دپاره اسانتياوې برابروي. دا خبره د وزارت وياند په ټويټر کړې ده.

محمد فېصل په ټويټر ويلي، " مونږ په دې باور لرو چې د کاميابو خبرو دپاره بېن الافغاني خبرې يواځينۍ لاره ده".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې په تړاؤ د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو دپاره د افغان صدر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د پاکستان په سفر دی.

داودزي ای پي خبري ادارې سره په مرکه کې ويلي د پاکستان په نيت اوس دستي د شک کولو دليل نه لري.

"وزیراعظم عمران خان، [د پاکستان] ټوله سیاسي انتظامیه، له پوځي اسټبلشمنټ سره همنظره دي. او مونږ یې هره نښه نښانه وینو، په اسلام تباد کې د دې نښو لیدل، یو ښه څیز دی. نو مونږ ډېر امیدواره یو.اوس دستي هیڅ داسې دلیل نه وینو چې د هغو پر نیت شک وکړو".

ښاغلي داودزي د نهې، سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

دا تازه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راروانې دي چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکې د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو په موخه د افغانستان، پاکستان، هند او چين سفر پېل کړی دی.

داودزي روان ۲۰۱۹ کال ته د افغانستان د سولې کال ويلي دي چې سږ کال به په افغانستان کې سوله راشي.

XS
SM
MD
LG