لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قرېشي: پاکستان غواړي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان غواړي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، او څو پورې چې دوي په خپل مينځ کې ناست نه وي بهرني قوتونه په دې کې ډېر څه نه شي کولی.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه شاه محمود قرېشي ویلي،"مونږ (پاکستان) غواړو چې دوي د يو بل سره کښېني. دا په افغانانو ده چې دوي خپلې مسلې په ګوته کړي او څو پورې چې دوي ( د کابل حکومت او طالبان) د يو بل سره نه وي ناست، بهرني په دې کې لږه مرسته کولی شي".

د قرېشې نه چې د افغانانو په خپل مينځ کې د خبرو په لار کې د خنډانو په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه يې په ځواب کې مثال د امریکا او طالبانو د خبرو ورکړو او وې وويل،

"داسې سوچ چا نه شو کولی چې امريکا او د طالبانو استازي به د يو چت لاندې کښېني، خو داسې وشوه".

د دسمبر په مياشت کې په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې شوې او په دغه ليدنه کې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو استازو هم ګډون کړی ؤ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ د طالبانو او امريکې خبرې د پاکستان په مرسته راجوړې شوې وې،

"پاکستان په ابوظهبي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په راجوړولو کې مرسته کړې".

عمران خان په ټویټر ويلي ؤ، "د سولې دپاره چې د پاکستان نه څومره کيږي هغه به کوي".

خو په متحده عرب اماراتو کې طالبانو د افغان حکومتي استازو سره د خبرو نه انکار کړی ؤ.

افغان صدارتي ماڼۍ ارګ د طالبانو د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي سره مخامخ نه راتلو ته د طالبانو سياسي ماتې ويلې وه.

شاه محمود قرېشي تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو دپاره په سیمه يیزه کچه د اجماع دپاره د افغان صدر اشرف غني ځانګړی استازي عمر داودزي د پاکستان سفر کړی دی.

داودزي سږني ۲۰۱۹م کال ته د افغانستان د سولې کال ویلي دي، هغه په خپل سفر کې د شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

نوموړي د زيارت، پنجشنبې په ورځ وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، یو وخت وو چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او حکومت په تګلارو کې فرق و خو اوس دواړه ادارې په یوه پاڼه دي.

XS
SM
MD
LG