لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې دوه ترهګر وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان کې صوبه کې پوځ ادعا کړې اېف سي ځواک په عملياتو کې دوه ترهګر وژلي او په غټه کچه وسله يې ترلاسه کړې ده.

د سرکاري ميډیا ترمخه پوځ ويلي، د ردالفساد په عملیاتو کې د بلوچستان په قلات، خاران او مېوند او علاقو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

په بيان کې د وژل شوؤ ترهګرو شناخت نه دی ښکاره کړی او نه نور تفصيل ويل شوی دی.

خو ويل شوي دي په عملیاتو کې په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د دغه ډول عملياتو ادعاوې کيږي، خو ورسره په صوبه کې د بدامنۍ پېښې هم دوام لري.

په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي تحريک (بلوچ مسنګ پرسنز) مشر ماما قدير وايي، د دوي کسان بې درکه کولی شي او بيا وژل کيږي.

په وروستيو کې په کوټه کې غېر دولتي خېراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن لس لاوارثه مړي ښخ کړي دي.

ماما قدير وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې د بلوچستان صوبې د ګڼو علاقو نومونه اخيستې چې هلته يې کسان اوچت کړی شوي او وژل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزير ضيا لانګو څو ورځې وړاندې د ورکو بلوڅانو د سازمان له مشرانو سره په کوټه کې ليدلي او ورسره يې ژمنه کړې وه دغه مسله به هواره کړي.

هغه ويلي ؤ ''زمونږ تکل دی چي په يوه اوونۍ او مياشت کې دغه ستونځه هواره کړو او د غمجنو کورنيو دغه مشکل ختم شي''.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير میر ضیا لانګو ادعا وکړه چې د بې درکو خلګو شميره مختلف ده او '' تر اصل حقيقت رسيدو پوري يو مياشت به ولگي''.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG