لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزي افتاب شیرپاؤ اؤ سراج الحق سره په افغان سوله خبرې کړي دي


شیرپاؤ،سراج الحق
شیرپاؤ،سراج الحق

دسولې په چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي ښاغلي عمر داودزي دملت پاله پښتون ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ اؤ دجماعت اسلامي مشر سراج الحق سره لیدنې کړي اؤ هغوئ څخه یې افغان سوله کې دخپل رول لوبولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی عمر داودزی چې دا مهال پخپل څلور ورځني سفر پاکستان کې موجود دی، ددغه هیواد د لوړ پوړو دولتي مشرانو ترڅنګ یې یو شمیر پښتنو سیاسي مشرانو سره هم لیدنې کړي اؤ له هغوئ یې غوښتي چې افغان سوله کې باید رغنده کردار ترسره کړي.

تیره ورځ ښاغلي داودزي دقامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شپرپاؤ سره هم لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روان بهیر خبرې اترې کړي دي.

دقامي ویاند پارټۍ لخوا ددغه لیدنې په اړوند خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې ښاغلي شیرپاؤ افغان هئېت سره خبرو کې ویلي افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره دا یوه غوره موقعه ده اؤ باید دا په هیڅ حالت ضائع نکړل شي.

ښاغلي شیرپاو وویل د سولې په خبرو کې دافغان دولت ګډون اړین دی اؤ که چرې افغان دولت له دې خبرو بهر پاتې شي نو د ددې خبرو دناکامیدو اندېښنه ده.

افتاب شیرپاؤ ویلي افغانستان تر اوږدې مودې په جنګونو کې ښکېل پاتې شو اؤ دا اوس نور باید په دغه هیواد کې د جنګونو اؤ مرګونو ته د مزاکراتو له لارې دپائ ټکی کېښودل شي.

هغه دپاکستان په حکومت هم غږ وکړو چې دافغان کشالې په هواري کې خپل ګټور کردار ترسره کړي ځکه چې ترڅو افغانستان کې امن نه وي پځائ شوی،پاکستان کې به هم ناقراره وي.

دافغان ولسمشر استازي ښاغلي عمر داودزي د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق سره هم لیدلي اؤ ورڅخه یې دافغان کشالې په سوله ییز هواري کې دکردار ترسره کولو غوښتنه کړې ده .

سرچینې وایي سراج الحق افغان ډلې سره په خبرو کې ویلي چې جماعت اسلامي دافغان کشالې دخبرو اترو دلارې دهواري پلوي ده اؤ په دې باور لري چې یوازې افغانان خپلو کې سره په ناسته اؤ مزاکراتو دغه شخړه هوارولی شي.

تر دې وړاندې عمر داودزي د یو بل مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کې له هغه غوښتي وؤ چې افغانستان کې دسولې په منظور باید پاکستان کې دافغاني اؤ پاکستاني دیني عالمانو د یو ګډ کانفرنس په جوړولو کې مرسته وکړي.

سرچینې وایي ښاغلي داودزي د سراج الحق څخه هم ددغه کانفرنس په راجوړولو کې مرسته غوښتې اؤ ددې ترڅنګ یې ورڅخه دا غوښتنه هم کړې چې باید دخپل نفوذ څخه په استفادې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ نیغ په نیغه خبرو کې کومک وکړي.

یوه ورځ وړاندې وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عمر داودزي ویلي وؤ افغان طالبان د مذاکراتو میز ته په راکش کولو کې پاکستان د نورو سیمه ایزو هېوادونو نه زیات کردار ادا کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG