لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران منلې چې طالبانو سره استخباراتي اړیکې لري،دافغان دولت سخت غبرګون


دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف منلې چې ایران د طالبانو سره استخباراتي اړیکې لري اؤ ویلي یې دي دا اړیکې له دې امله دي چې د ایران ځینې سرحدي سیمې دافغانستان دهاغو سیمو سره لګیدلي چې دطالبانو د واک لاندې دي.

دافغانستان دولت دایران لخوا طالبانو سره د استخباراتي اړیکو لرلو په اعتراف سخت غبرګون ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې د دولت په دولت اړیکو ور په اخوا دایران لخوا طالبانو سره داسې اړیکې لرل د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکو ته زیان رسولی شي.

هند ته دخپل سفر په مهال خپله یوه مرکه کې دایران دبهرنیو چارو وزیر ویلي راتلونکي کې په افغانستان کې دطالبانو د کردار څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی خو په دې اړوند چې هره پرېکړه کیږي نو افغان ولس به یې کوي.

دایران دبهرنیو چارو وزیر وویل دافغانستان دګاونډیو هیوادونو څخه هیڅوک نه غواړي چې طالبانو ته دې پورته حیثیت حاصل وي ځکه چې دا دسیمې په ګټه نه ده

هغه وویل “زه هم فکر کووم چې د طالبانو کردار ته بې کچه ارزښت ورنکړل شي”

ښاغلي جواد ظریف ومنله چې ایران د طالبانو سره استخباراتي اړیکې لري خو دغه اړیکې یې دخپلو سرحدي سیمو د امنیت دپاره اړینې دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس زمان په ټوئټر د ایران دبهرنیو چارو د وزیر په دغو څرګندونو کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې هرکله دواړه هیوادونه دولت په دولت اړیکې لري اؤ بیا هم ایران طالبانو سره داسې رقم اړیکې لري نو دا به رشتې نورې هم کمزورې کړي.

دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوي تیره میاشت تهران ته سفر کړی ؤ اؤ ایراني چارواکو سره لیدنه کې دافغانستان دسولې په روان بهیر خبرې اترې کړې وې.

څیړونکي وخت په وخت ایران د طالبانو په پټ‌ ملاتړ تورنوي خو ایران دریځ لري چې د ورانکارۍ دپاره طالبانو سره اړیکې نه لري البته افغانستان کې دسولې اؤ قراري په موخه دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ روغه کې خپل کردار ترسره کوي

XS
SM
MD
LG