لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د دوایانو بیعې ۱۵فیصدي لوړې کړل شوې


په پاکستان کې د مرکزي حکومت په اجازه د دارو درملو دڅار ادارې(ډرګ ریګولیټري اتهارټي یا ډریپ ) د دوایانو بیعې ۱۵فیصده لوړې کړي دي.

په دغو دوایانو کې به دژوند ژغورونکو دوایانو نرخونه نهه فیصدي اؤ د نورو ټولو دوایانو نرخونه ۱۵ فیصده لوړولی شي.

د درملو د څار ادارې د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوایانو نوي نرخونه به د دوایانو په ډبي یا شیشه ثبت وي.

دپاکستان فارماسیوټیکل مینو فکچررز ایسوسي ایشن (پي‌ پي ایم ای) ویاند خبریالانو ته ویلي د دوایانو جوړونکو کمپنیو غوښتنه لرله چې د دوایانو نرخونه باید ۴۰ فیصده سیوا کړل شي .

هغه ویلي پاکستان کې د ډالر د نرخ ختلو له امله د دوایانو بیغې لوړول ضروي شوي وؤ اؤ پي پي‌ایم ای د ډریپ له لوري د خپرې شوې اعلامیې جاج اخلي

تیره میاشت د دوایانو جوړونکو کمپنیو سازمان ویلي وؤ پاکستان کې د روپۍ ارزښت څلوېښت فیصده غورځیدلی اؤ دتیلو بیعې لوړې شوي دي چې په داسې حال کې کمپنۍ په موجوده نرخونو دوایانې نه شي جوړولی.

د دوایانو کمپنیو د دوایانو د بیعو لوړؤلو دپاره د سترې محکمې یا سپریم کورټ دروازه هم وهلې وه اؤ پي‌ پي ایم ای د چئیرمین وینا وه چې سترې محکمې دریپ اؤ حکومت ته امر کړی ؤ چې په دوؤ اوونیو کې باید د دوایانو نوي نرخونه وټاکي خو حکومت په دې اړوند هیڅ اقدام نه ؤ کړی.

پېښور سره تعلق لرونکی د صحت په چارو پوهه خبریال ښاغلی خالد خان وایي په پاکستان کې دصحت اسانۍ ترلاسه کول اوس ورځ تر اوسه د بېوزله اولس د لاسه اوځي اؤ د دوایانو نرخونو کې موجوده اضافې د کمو معاشونو اخستونکي یا غریبانان نور هم د اندېښنو سره مخ کړي دي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خالد خان وویل هرڅو که دصحت څانګه هر کال د روغتونونو دپاره د ویریا داروګانو په مد کې په اربونو روپۍ بیلوي خو اوس هم د خیبر پښتونخوا په لسګونو هسپتالونه یا روغتونونه داسې دي چې هلته ناروغانو ته هیڅ ویړیا دوایانې نه ترلاسه کیږي.

هغه وویل “دوه کاله وړاندې چې به کوم ډاکټر مریض نه د معائنې ۵۰۰ روپۍ فیس اخستلو،نن هغوئ خپل فیسونه ۱۵۰۰ یا ۲۰۰ ته رسولي دي، د اپریشن تهیټرو نرخونه هم داسمان سره خبرې کوي،اؤ زیاتره غیرمعیاري داروګان هم ډاکټران د کمیشن په بنیاد مریض ته تجویز کوي”

ښاغلي خالد خان وویل د دوایانو نرخونو کې نوې اضافې سره به اوس د وړاندې نه پرېشانه غریب اولس نور هم پرېشانه کیږي،

خبریال خالد خان وویل د روغتیا اؤ تعلیم څانګې چې په پاکستان کې دځانګړې پاملرنې وړ دي له بده مرغه حکومت هم دغو دوؤ څانګو کې په غریب اولس ورځ تر بلې درانه بارونه ور اړوي حالانکې پکار وه چې حکومت په دغو څانګو کې اولس ته ځانګړې اسانۍ ورکړې و

XS
SM
MD
LG