لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آرمي پبلک سکول د پېښې عدالتي کمېشن چارواکي ور بللي خو اغېزمنې کورنۍ ورته خوشبینه نه دي


واشنګټن ـــ د پېښور آرمي پبلک سکول د قتلِ عام د پلټنو لپاره جوړ شوي عدالتي کمیشن د پاکستان د دفاع له وزارت څخه تر بیان اخیستو وروسته د پېښور پخوانی کور کمانډر او نور یو شمېر چارواکي د پوښتنو لپاره ور بللي دي.

عدالتي کمیشن د 95 کسانو د بیانونو لپاره درخواستونه ورکړي وو، چې په هغوی کې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ، عیني شاهدان او ځینې سرکاري چارواکي هم شامل وو.

کمېشن د بیانونو لپاره پخوانی لفټننټ جنرل هدایت الرحمن، د آرمي پبلک سکولونو د بورډ د هغه وخت مشر مدثر اعظم او سیکرټري عمران، د سي ایم ایچ ډاکټر اسلم شهزاد، د پښتونخوا د هغه وخت د پولیسو مشر ناصرخان درانی، د هغه مهال د صوبې د قبایلو او کورنیو چارو سیکرټري اخترعلي شاه او د ترهګرۍ ضد ادارې مشر عالم شینواری ور بللي دي.

د آرمي پبلک سکول په خونړۍ پېښه کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ هم بیانونو ته ور بلل شوې دي، چې په دوی کې د یوه وژل شوي ماشوم پلار ایډوکېټ فضل خان هم شامل دی، هغه وي.او.اې ډیوه ته وویل، پکار وه چې دا پلټنې په سمه توګه شوې وای خو وایي ډېر ورته خوشبینه نه دی:

"موږ غوښتل چې زموږ له خوا څه کمی را نه شي له موږ نه چې حکومت یا ادارې څه مرسته غواړي موږ خپل بیانات ورته وړاندې کړو، د صوبایي او مرکزي حکومت کوم واکداران چې هغه وخت وو باید هغوی را غوښتل شوي وای او په تفصیلي توګه د هغې پېښې پلټنه او تحقیق شوی وای".

د آرمي پبلک سکول د پېښې د پلټنې لپاره د وژل شویو ماشومانو کورنیو له تېرو څلورو کلونو د عدالتي کمېشن لپاره دوامداره غوښتنې کولې، چې بالاخر د 2017م کال په اکتوبر میاشت کې سپریم کورټ د پېښور هایکورټ د یو قاضي اشتیاق ابراهیم په مشرۍ دغه عدالتي کمېشن وټاکه.

سپریم کورټ عدالتي کمېشن ته امر کړی وو چې په شپږو اوونیو کې ورته د پلټنو رپوټ وړاندې کړي، خو کمېشن د رپوټ د بشپړولو لپاره له عدالت څخه د نور وخت غوښتنه کړې وه او دغه پلټنې لا هم روانې دي.

د 2014م کال د دسمبر په 16مه په پېښور چاوڼۍ کې دننه وسلوالو پر آرمي پبلک سکول د ترهګرۍ ډله ییز کړی وو، چې د شاوخوا 150 تنه یې وژلي وو او په دوی کې د سکول د استادانو په ګډون 132 ماشومان هم شامل وو.

د دې برید ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې وه. د دې تحریک ویاند هغه مهال احسان الله احسان وو، چې د دغې پېښې ذمه واري یې پر غاړه اخیستې وه، خو د 2018م کال په اپرېل میاشت کې هغه پاکستاني پوځ ته تسلیم شو او تر اوسه د هغوی په ولکه کې دی.

د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو د کورنیو یوه غوښتنه دا هم ده چې احسان الله احسان ته دې سزا ورکړل شي، خو تر اوسه نه هم پوځي عدالت او نه سېول عدالت پر هغه د هغې پېښې په تور مقدمه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG