لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې ټولنیزې رسنۍ کاروونکې ښځې او جینکۍ له سایبر ځورونو سره مخ دي


واشنګټن ـــ په پاکستان کې ښځې خصوصاً جینکۍ د انټرنیټ د استعمال په وخت د خلکو له داسې رویو سره مخ کېږي چې دوی پرې تنګېږي او ځورېږي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان هم نن په خپله اداریه کې د سایبر ځورونو په اړه د ډیجیټل حقونو د فاونډېشن د شمېرو په اساس لیکلي، چې د 2016م کال له دسمبر میاشتې د 2018م کال تر نومبر میاشتې پورې دې ادارې ته ښځو د ټیلیفون، ایمېلونو او واټسپ له لارې د سایبر ځورونو بې شمېره شکایتونه کړي دي.

د ډان په اداریه کې ویل شوي چې په پاکستان کې ښځې خصوصاً جینکۍ د سایبر ځورونو ښکار کېږي، چې وایي د انټرنیټ د کارولو په وخت دوی ته سپکې خبرې کېږي، عکسونه یې ناسم کارول کېږي، په زوره ورسره د اړیکو هڅه کېږي او د بدنامۍ ور اړولو له ګواښونو سره مخ کېږي.

د ډیجیټل حقونو لپاره کارکوونکې ادارې ته دغه شکایتونه 59 ښځو کړي وو، خو نور شکایتونه ورته هغو سړیو کړي وو، چې د خپلو پېژندونکو جینکو او ښځو ستونځې یې دوی ته بیان کړې وې.

د پېښور اوسېدونکې کایینات وایي، دا هم د نورو جینکو غوندې د انټرنیټ کارولو په وخت ځان خوندي نه ګڼي، وایي ځکه خو جینکۍ اکثر پر خپل پروفایل باندې خپل عکس نه لګوي:

"زه یو بل ځای سفرونه کوم، خو په سایبر او ډیجیټل فضا کې زه غیرمحفوظه یم، موږ ته مېسجونه کېږي څوک راته وایي خورې پرده او حجاب کوه، څو ورځې پس به درته وایي (هیلو ډییر)، خو چې هغه ته جواب ور نه کړې نو بیا به ښکنځلې پیل کړي".

په انټرنیټ کې فعاله یوه بله جینکۍ انیلا تاجک وایي، انټرنیټ په نړۍ کې د پرمختګ علامت دی خو وایي له ښځو سره د خلکو آنلاین رویې هماغسې وي څنګه چې په ټولنه کې لیدل کېږي:

"د انټرنیټ میدان خو پراخ دی او دا د نر او ښځو د هر چا لپاره دی ځکه چې ټول یو رنګه انسانان دي، خو زما په نظر ستونځه دا ده چې موږ د خپلو زامنو سمه روزنه نه ده کړې".

د ډان ورځپاڼې اداریه لیکي چې د ډیجیټل حقونو لپاره کارکوونکې ادارې ته په دغه دوه کلنه موده کې د یوویشت کلنۍ او پینځویشت کلنۍ تر منځ عمر لرونکو جینکو له خوا د آنلاین ځورونو شکایتونه زیات ورغلي وو، چې وایي په دوی کې اکثر له هغو قوانینو خبرې نه وې چې د دوی ډیجیټل حقونو پکې خوندي دي.

د ځوانانو د تنظیم یوه مشره طاهره کریم وایي، کله چې حکومت دغه قوانین عملي کړي او داسې مجرمانو ته په ښکاره سزاګانې ورکړي، نو هله کېدای شي په خلکو کې د انټرنیټ د قوانینو او اصولو په هکله پوهه زیاته شي:

"کوم قوانین چې له مخکې نه موجود وو ایف ای اې به د هغه په اساس سایبر جرمونه څارل او په 2017م کال کې د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي قانون هم جوړ شوی دی، چې د هغه په بنیاد ډېرې سزاګانې دي او په هغه کې جېل او په لکونو جرمانه شامله ده، حکومت په دې برخه کې ډېرې سزاوې هم ورکړې دي خو مجرمان یې نه دي ښکاره کړي چې خلک عبرت ځنې واخلي".

طاهره کریم وایي پکار ده چې د دغو قوانیو په اړه په ټیلیویژنونو او نورو رسنیو تبلیغات وشي چې خلک ځنې خبر شي، بیا امکان لري چې د سایبر ځورونو او الیکټرانک جرمونو مخه ونیول شي.

د انټرنیټ او سایبر په نړۍ کې ښځې او جینکۍ له هغو ستونځو سره مخ دي چې په عام ژوند کې هم په ټولنه کې ورسره مخ کېږي، خو د انټرنیټ کاروونکو ښځو او جینکو په وینا د قوانینو له عملي کولو سره سره د سایبر ځورونو مخنیوی په نظر نه راځي.

XS
SM
MD
LG