لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


واشنګټن: ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا په جنوبي پوله باندې روان حالت یو یرغل وګاڼه خو وروسته یې وویل، چې دی به دمګړۍ د دیوال د جوړېدو لپاره د پیسو د ترلاسه کولو او د حکومت د جزوي تړل کېدلو د بهیر د پای ته رسولو لپاره بیړنی حالت اعلان نه کړي.

ولسمشر ټرمپ، له مکسیکو سره په پوله د دیوال جوړېدو لپاره د پنځه بیلینه ډالرو لګښت پرسر له ډیموکراټانو سره د روانې لانجې په اړه په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي دي، دی غوره ګڼي چې د امریکا کانګرس ورسره ددغو پیسو د منلو لپاره رایه ورکړي.

د امریکا د حکومت له څلورو څخه یوه برخه د ډیسمبر له ۲۲ نیټې څخه تړل شوې ده چې نن یې ۲۱مه ورځ ده او دا د امریکا په تاریخ کې د حکومت د جزوي تړل کېدو تر ټولو اوږد وخت ګڼل کېږي.

--------------------

له سوریې څخه د امریکا د وتلو بهیر پیل شوی خو لږ تر لږه د اوس لپاره د ټولو هغو ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو وتل نشته څوک چې د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته کوي.

د دفاع وزارت یو چارواکي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې وسایل، نه ځواکونه له سوریې څخه د وتلو د لومړنیو پړاونو په توګه یادولی شو.

پنټګان له سوریې څخه د وتلو د لومړني پړاو په اړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ.

پنټګان په یو بیان کې ویلي وو، چې په سوریه کې مېشت امریکايي ځواکونو له دغه هېواد څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی.

په دغه بیان کې وړاندې راغلي دي، د امنیتي اندېښنو له امله مونږ د وتلو د مهال وېش، ځای او د ځواکونو د خوځښت په اړه معلومات نه ورکوو.

---------------

د سعودي عربستان هغه ځوانه انجلۍ چې د خپل ژوند د لاسه ورکولو له وېرې له خپلې کورنۍ څخه تایلېنډ ته تښتېدلې وه کاناډا ته روانه شوې ده.

چارواکو د جمعې په ماښام وویل، راحت محمد القنون په نامه دغه ۱۸ کلنې انجلۍ به د جنوبي کوریا له لیارې ټوانټو ته ورسېږي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو دا منلې ده چې هېواد یې نوموړې انجلۍ ته پناه ورکړې او ویلي یې دي چې یادې انجلۍ په خپله خوښه د ځان د پناه لپاره کاناډا ټاکلې ده.

د اسټرالیا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د ملګروملتونو د کډوالو له ادارې سره په اړیکه کې وو او اغلې راحت محمد ته د پناه غوښتنې پر مسله یې ورسره اړیکې نیولې دي.

------------------

امریکا او پولېنډ به په منځني ختیځ کې د سولې د باوري کولو او پر ایران د پام لرلو په برخه کې د وزیرانو د کچې یوه غونډه جوړه کړي.

دغه نړیواله غونډه به د فیبرورۍ په دیارلسمه او څوارلسمه نېټه په وارسا کې جوړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو خپور کړي بیان کې ویلي دي، چې په دغې غونډه کې به د ترهګرۍ او توندلاریتوب، د میزایلو د پرمختګ، سوداګرۍ او د امنیت په ګډون په یو شمېر مهمو مسلو خبري وشي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو فاکس نیوز ته وویل، چې په دغې غونډه کې به په منځني ختیځ کې د سولې، ثبات، امنیت او د ایران د بې ثابته کولو د اغیز د مخنیوي پر مسلو خبري وشي.

د امریکا دغه جګ پوړی ډپلوماټ د جمعې ناوخته له بحرین څخه د عربي متحده اماراتو ابو ظبي ته رسېدلی دی.

------------------------

د رویټرز دوو خبریالانو په میانمار یا برما کې د جمعې په ورځ د زندان د اوه کلنې سزا په برخه کې خپل اپیلونه بایللي دي.

وا لون او کایا سیو، د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې د دغه هېواد د رسمي محرمو یا پټو څېزونو له قانون څخه د سرغړونې له امله نیول شوي دي.

قاضي وویل، ددغو ژورنالستانو، وکیلانو داسي کافي ثبوتونه نه دي وړاندي کړي چې دوی پرې بې ګناه ثابت شي نو له همدې امله دا ورته یوه مناسبه سزا ده.

یاد خبریالان وايي، دوی هغه مهال د پولیسو لخوا ونیول شول کله چې دوی په برما کې د روهینجیا د مسلمانانو د یوې ټول وژنې (قتل عام) په اړه د راپور جوړولو تکل وکړ.

د رویټرز چیف اډېټر، سټیفن اډلر په یو بیان کې ویلي دي، د زندان د میلو تر شا د دغو دوو خبریالانو د پاتې کېدو یواځینی دلیل دا دی، چې واکمن غواړي دغه حقیقتونه پټ پاتې شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG