لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له سوریې څخه د امریکا د پوځي وسایلو وتل پېل شوي دي


د سوریې په شمالي ښار منبج کې د امریکايي ځواکونو د یو کتار انځور

واشنګټن: له سوریې څخه د امریکا د وتلو بهیر پیل شوی، خو لږ تر لږه د اوس لپاره د ټولو هغو ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو وتل نشته څوک چې د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته کوي.

د دفاع وزارت یو چارواکي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، له سوریې څخه د پوځي وسایلو وتل پیل شوي دي نه د ځواکونه.

پنټګان له سوریې څخه د وتلو د لومړني پړاو په اړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ.

پنټګان په یو بیان کې ویلي وو، چې په سوریه کې مېشتو امریکايي ځواکونو له سوریې څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی.

په دغه بیان کې وړاندې راغلي دي، چې د امنیتي اندېښنو له امله مونږ د وتلو د مهال وېش، ځای او د ځواکونو د خوځښت په اړه معلومات نه ورکوو.

عیني شاهدانو په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډلې ته چې په برتانیه کې مېشته ده ویلي دي، دوی لس، زرې موټرې او یو شمېر نور وسایل ولیدل چې په سوریه کې له یوې پوځي هډې څخه ووتل او د ګاونډي عراق پر لوري روان شول.

لږ وروسته بیا د سیمې نورو عیني شاهدانو وویل، چې دوی د لویدیځوالو د ځواکونو یو کتار ولیده، چې د سوریې شمالي ښار الیپو ته داخل شو.

دوی ویل، چې په دې کتار کې ۱۵۰ پوځي ګاډي وو چې زرې هم پکې وو او په لوجیستیکي موادو بار لارۍ موټرې هم.

دغه دواړه راپورونه په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي خو کردي ملیشو ته نږدې یوې بلې سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي، داسې ښکاري چې د امریکا پوځ په سوریه کې خپل سرتیري او وسایل نویو ځایونو ته ولېږدول.

له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د لومړي ځل لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا تېره میاشت اعلان شوه چې له امله یې د داعش په وړاندې جګړه کې د امریکا د متحدینو او شریکانو ترمنځ اندېښنې رامنځ ته شوې.

له سپینې ماڼۍ څخه لومړنۍ نښې داسې ښکارېدې چې له سوریې څخه به په ۳۰ ورځو کې امریکايي ځواکونه ووځي خو دغه نېټه تر اوسه پورې څو ځله ځنډول شوې ده.

پنټګان او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تازه تازه ویلي دي چې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش نه دی ټاکل شوی.

د پنټاګان یو ویاند، شان رابړټسن ددې اونۍ په سر کې ویلي وو چې له سوریې څخه د ځواکونو د وتلو مهال وېش به د هوا په ګډون یو شمېر ځمکنیو شرایطو پورې اړه ولري.

بل پلو د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه اوس هم د داعش د خلافت د پاتې شونو پرضد جګړه کوي او د تېرو څو اونیو په اوږدو کې یې له یو شمېر سیمو څخه د داعش جنګیالي شړلي دي.

خو له دغو ټولو پرمختګونو سره سره د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

ځکه ددغه ځواک لویه برخه د کردستان له جنګیالیو څخه جوړه شوې څوک چې په سوریه کې د کردانو د ژغورنې د ډلې برخه هم ده او هغوی بیا د ترکیې له پي کې کې سره اړیکې لري او پي کې کې ته په ترکیه کې د ترهګرې ډلې په سترګه کتل کېږي.

ترکیه وايي، د پي کې کې ډله ددغه هېواد د جنوب ختیځ په نارامیو او تاوتریخوالي کې له اوږدې مودې راهیسې لاس لري.

د ترکيې ددفاع وزیر هلوسي اکار، د جمعې په ورځ له هغو ترکي ځواکونو څخه لیدنه وکړه څوک چې له سوریې سره په پوله باندې پراته دي او ژمنه یې وکړه چې له سوریې څخه به کردي ځواکونه وباسي.

اکار، ترکي ځواکونو ته وویل، کله چې یې وخت راشي نو لکه د پخوا په څېر به ترهګر په خپلو هغو کندو کې خښ کړای شي چې دوی په خپله ځان ته کندلې دي.

هغه زیاته کړه، ددې کار لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ په یوې راډیویې مرکه کې وویل، د هغو کردي ځواکونو په اړه د امریکا د پوځ او ترکیې ترمنځ خبرې روانې دي، څوک چې د داعش په وړاندې جنګېدلي دي.

ددې اونۍ په سر کې، بولټن له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په شرطونو کې، د امریکا په ملاتړ د کردي ځواکونو خوندیتوب یاد کړی وو.

پدغو څرګندونو، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوصه شوی وو، چې له امله یې، هغه په ترکیه کې له بولټن سره له لیدلو هم انکار کړی وو.

XS
SM
MD
LG