په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د نقيب مسيد په وړومبي تلين اولسي غونډه راجوړه کړې ده، په سوشل ميډيا (نقيب ته د انصاف) او ټانک لاريون ټرينډز روان دي.
ژورنالسټ مبشر زېدي په ټويټر ليکلي،
"د راؤ انوار د لاسه د نقیب مسيد د وژنې يو کال وشو، خو د جنرل باجوه (پوځي مشر) چيف جسټس ثاقب نثار او وزیراعظم عمران خان د ژمنو باوجود انصاف ونه شو، نن په ټانک کې د پي ټي اېم جلسه د خلکو د قهر ګواهي کوي. رياست له پکار ده چې خپلې ژمنې پوره کړي له هغې وړاندې چې ډېر ناوخته شي".
د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم مخکښ مشر محسن دواړو په ټانک کې د جلسې عکس خپور کړی او ويلي دي،
په لويه شمېره کې خلک جلسې له راغلي او نور په لاره راروان دي.
مالک اچکزي په ټویټر ويلي،
"خبره ډېره واضحه ده مونږ د پاکستان وګړي يُو مونږ د پاکستان د ائين لاندې انصاف غواړو خو زورور قوتونه زمونږ اواز غلی کول غواړي، مونږ به کله هم خپل پرامنه جمهوري اواز نه پرېږدو، بلکې نور په زوره به غږ پورته کوو چې نړۍ يې واوري".
د پي ټي اېم يوې مخکښې وړانګې لوڼۍ په ټويټر ويلي په ټانک کې انټرنېټ بند کړی شوی دی.
هغې ویلي د ائین لاندې خبره کوو او د خپل حق خبره به په هر حال کې کوو.