لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: کال وشو نه خو نقيب مسيد ته انصاف ورکړی شو، او نه کومه بله غوښتنه ومنل شوه


پي ټي اېم ټانک جلسه
پي ټي اېم ټانک جلسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي کال وشو نه خو نقيب مسيد ته انصاف ورکړی شو، او نه د دوي کومه بله غوښتنه ومنل شوه.

پشتين وايي د پښتنو د ټولو سياسي، اقتصادي او ائيني حقونو دپاره به مبارزه کوي.

يو کال وړاندې په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسيد د وړومبي تلين په مهال راجوړې اولسي غونډې ته په وېنا کې منظور پشتين وويل، يو کال وشو نه خو نقيب مسيد ته انصاف ورکړی شو او نه د دوي کومه بله غوښتنه ومنل شوه.

دا اولسي غونډه نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په ټانک کې راجوړه شوې وه.

پشتين وويل، د پښتنو سيمې د معدنياتو نه ډکې دي خو ګټه يې دوي ته نه ورکړی کیږي او نه د پاکستان ـ چين په اقتصادي راهدارۍ کې پښتنو ته برخه ورکړی کيږي.

هغه وويل په پاکستان کې چې کله پوځ ته ضرورت وي نو پښتانه زیات ګماري په پوځ کې يې برتي کوي خو چې کله ضرورت نه وي بيا د پښتنو شمېر کم کړي.

منظور د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکنۍ غوښتنې تکرار کړې او وې ويل يوه غوښتنه يې نه ده منل شوې.

هغه وويل دې ځل له به اسلام اباد ته ځو او پوره اسلام اباد به بندؤ، خو د تلو نېټه يې ونه ښودله.

پي ټي اېم يو کال وړاندې د نقيب مسيد د وژنې وروسته د ډېره اسماعيل خان د پېښور په لار اسلام اباد ته لاريون کړی او لس ورځې احتجاجي ناسته يې کړې وه.

هغه زياته کړه دوي غوښتنه کړې چې بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړئ خو دوي يې خوشي کوي، په ماينونو کې اوس هم خلک په نخښه کیږي، د رښتياؤ او جوړ جاړي کمېشن نه جوړول کيږي او اوس هم په علاقه کې خلک زورول کيږي.

نوموړي په ټانک کې د بجلۍ او اوبو په مسله هم خبرې وکړې.

د ټانک په ټاؤن هال مېدان کې د پي ټي اېم جلسې ته د ماينونو ښکار ګڼ کسان راغلي وو، د بې درکه شوؤ خپلوان چې زياتره پکې ښځې راغلې وې او په لويه شمېره کې خلکو په جلسه کې ګډون وکړو.

په ټانک کې د پي ټي اېم د جلسې په مهال د انټرنېټ او موبايل سروس بند کړی شوی ؤ.

خو د جلسې د راجوړؤنکو په وېنا د ټانک انتظاميې جلسې ته په رسمي ډول اجازت ورکړی ؤ او پوليس يې په ساتنه ودرول شوي وو.

له دې وړاندې د پي ټي اېم زياتره اولسي غونډو ته په رسمي ډول اجازت نامې نه وې ورکړل شوې او د پي ټي اېم د جلسو وروسته يې په مشرانو مقدمې جوړې کړی شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG