لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دسولې دهڅو په دوام زلمی خلیلزاد چین ته رسیدلی


Khalilzad
Khalilzad

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې د هڅو په دوام چین ته رسیدلی اؤ ټاکل شوی ده دغلته به دچین مشرانو سره دافغان سولې په اړوند مزاکرات وکړي.

زلمی خلیلزاد چې دسیمې دڅلورو هیوادونو په سفر راوتلی تر دې وړاندې یې دهندوستان په سفر کې ددغه هیواد چارواکو سره لیدنې کړې وې اؤ هغوئ د افغان سولې په اړوند دامریکا دهلو ځلو اؤ لاسته راوړنو څخه خبر کړي وؤ.

د دوشنبې په ورځ زلمي خلیلزاد پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې هغه به په بیجنګ کې دچین چارواکو سره په افغان سوله اؤ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې وه چې هند ته له سفر وړاندې امریکایي استازی کابل ته سفر وکړي اؤ دغلته دافغان دولتي اؤ سیاسي مشرانو سره د سولې په روانو هڅو وغږیږي خو زلمي خلیلزاد ویلي چې دخرابې هوا له امله کابل ته په تګ ونه توانیدو.

رسنۍ وایي چین ته له روانیدو وړاندې زلمی خلیلزاد په متحده عرب اماراتو کې دافغانستان دملي امنیت مشاور ډاکټر حمدالله محب سره هم لیدلي اؤ هغه یې دخپل تازه سفر دموخو څخه خبر کړی دی

تیره میاشت ښاغلي خلیلزاد په متحده عرب اماراتو کې دطالبانو استازو سره دسولې خبرې کړې خو ددغه مزاکراتو په موقعه طالبانو دافغان دولت پلاوي سره له لیدنې انکار کړی ؤ اؤ افغان دولت دطالبانو په دغه عمل سخت غبرګون هم ښکاره کړی ؤ.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ “افغان دولت سره دطالبانو لخوا دخبرو نه انکار دهغوئ سیاسي ماتې ده”

داماراتو له غونډې وروسته ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې به قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دخبرو یو بل پړاؤ هم ترسره شي خو دامریکا اؤ نړیوالې ټولنې لخوا دغو خبرو کې دافغان دولت په ګډون دټینګار له امله طالبانو د قطر غونډه وځنډوله.

طالبانو په نزدې وختونو کې څلور کرته امریکایي چارواکو سره افغانستان کې دسولې په اړوند ښکاره غونډې کړي دي خو افغان حکومت سره مخ په مخ دسولې دخبرو نه انکار کوي اؤ وایي چې دافغان جګړې اصل لوری امریکا ده ځکه نو غواړي امریکا سره نیغ په نېغه خبرې وکړي.

خو افغان دولت اؤ څیړونکي دسول خبرو د پروسې څخه دافغان دولت بهر پاتې کیدلو اندېښمن کړي اؤ وایي چې ترڅو افغان دولت پخپله د سولې خبرو کې نمائندګي ونه لري تر هغې د سولې هڅې نه شي بریالۍ کیدلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG