لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته بهرنی امداد پوځ راوړي، شهبازشریف


په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف ويلي، پاکستان ته چې دوست هېوادونه کوم امداد ورکوي په دې کې د وزيراعظم عمران خان څه کمال نشته، امداد د جنرل باجوه په کردار ترلاسه کړی شوی دی.

په اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان ته په وروستيو کې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو قرض پېسې ورکړي دي.

شهبازشریف د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت سختې نیوکې کړي دي.

هغه ويلي د پي ټي ايي حکومت ته قرض پېسې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په سر ورکړی کيږي.

بل لور ته د پاکستان پيپلز ګوند شريک چيئرمېن اصف علي زرداري د قامي احتساب ادارې (نېب) د مشر په اړوند ویلي، چئيرمېن نېب دې د پارليمان په وړاندې حاضر شي، دوي د نېب چيئرمېن ته ولې مخامخ شي.

په قامي اسمبلۍ کې د شهبازشريف د وېنا په مهال د پي ټي ايي غړو نعرې وهلي او بيا مخالفه ګوندونو د پارليمان نه احتجاجا وتلي دي.

د مخالفه ګوندونو په احتجاج نن د نهې، سه شنبې په ورځ په ټويټر ويلي،

"په پارليمان د کال په سر د اولس د ټېکسونو په اربونو روپۍ خرڅ کيږي، او د مخالفه ګوندونو د احتجاج نه دا مالوميږي چې هم دا کولی شي،او داسې کول د اېن ار او اخيستو حربې او د احتساب ودرول دي، خو د نېب مقدمې پي ټي ايي نه دي جوړې کړي".

د مخالفه ګوندونو مشر د مومند ډېم د ټېکې په ورکولو هم نيوکې کړي او ويلي يې دي چې د ډېم د ټېکې دپاره بيا بولي کېدی شي.

د مومند ډېم په ټېکه کې د ډېسکون په نوم شرکت هم شامل دی کوم شرکت چې د وزيراعظم عمران خان د يو مشاور رزاق داؤد ده.

خو دغو تورونو ته د پاکستان تحریک انصاف حکومت په ځواب کې ويلي، رزاق داؤد د کمپنۍ څخه لاس اخیستي او کورنۍ ته يې پرېښودې ده.

د اوبو د وسيلو مرکزي وزير فېصل واوډا ویلي د مومند ډېم په اړوند غلط بياني شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG