لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان اؤ دپښتونخوا حکومت دولت په دولت اؤ اولسي اړیکو په پراختیا صلاح شوي


افغانستان اؤ دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت دولت په دولت اؤ د ولسي اړیکو په پراختیا صلاح شوي اؤ ژمنه یې کړې ده چې په راتلونکو وختونو کې به دسوداګرۍ دپراختیا دپاره زړه پورې ګامونه واخلي.

په پاکستان دافغانستان سفیر ښاغلي شکرالله مشعل عاطف د سه شنبې په ورځ پېښور کې دخیبر پښتونخوا صوبې لمړي وزیر ښاغلي محمود خان سره لیدلي اؤ افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو معاملو اؤ د خپل منځي اړیکو په پراختیا خبرې کړي دي.

د لمړي وزیر یا وزیراعلي د ماڼۍ څخه دخپور شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې وزیراعلي محمود خان ویلي چې افغانستان کې دائمي امن د ټولې سیمې په ګټه دی اؤ دافغان شخړې هواری باید دخبرو د لارې ولټول شي.

محمود خان زیاته کړې ده چې حکومت یې افغانستان سره تجارتي اړیکې پراخول اؤ سوداګرو ته غوره اسانۍ ورکول غواړي اؤ ددې مقصد دپاره یې نزدې ورځو کې پخپله د تورخم د پولې څخه لیدنه کړې ده.

وزیراعلی زیاته کړې ده چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګیز ډول ویلي چې پاکستان افغانستان کې د سولې اؤ امن پلوی دی اؤ ددې غرض دپاره رغنده ګامونه هم اخلي.

په بیان کې راغلي چې ددغه لیدنې په مهال افغان سفیر ښاغلي لطف الله مشعل دپښتونخوا وزیراعلی د افغان ولسمشر اشرف غني یو ځانګړی پیغام هم سپارلی دی خو ددغه پیغام جذئیات نه دي په ډاګه شوي.

د لیدنې په مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې دافغانستان طالبعلمانو ته په پاکستان اؤ دپاکستان طالبعلمانو ته به افغانستان کې د زده کړو غوره اسانۍ ورکولی اؤ د ولسونو په کچه به د دواړو هیوادونو اړیکې پراخه کولی شي.

سرچینې وایي په دغه لیدنه کې افغان سفیر وزیراعلي محمودخان په تورخم پوله دپېښو ستونزو څخه خبر کړی اؤ ددغو ستونزو په هواري یې ټینګار کړی.

وزیراعلي محمود خان افغان سفیر ته ویلي چې هغه په پوله د موجودو ستونزو څخه خبر دی اؤ ډیر زر به ددې ستونزو په هواري د وزیراعظم عمران خان سره خبرې وکړي.

باید وویل شي چې تیر کال په ټولټاکنو کې له کامیابیدو سمدستي وروسته وزیراعظم عمران خان اراده ښودلې وه چې هغه به د خپل حکومت په مهال هڅه وکړي چې افغانستان سره د سوداګرۍ اؤ راشه درشه دپاره خپلې پولې خلاصې وساتي خو اوس هم زیاتره وخت افغان تجاران اؤ عام وګړي ګیلې کوي چې په پوله ورسره بد وضعیت کیږي اؤ پاکستان ته د تګ دپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې هم دمشکلاتو سره مخ کیږي.

تیرکال په جلال اباد کې دپاکستان قونصلګري هم د تاؤ تریخوالي له امله تړل شوې وه خو وروسته د دواړو هیوادونو دمشرتابه ترمینځ دخبرو په نتیجه کې دغه قونصلګري یو ځل بیا پرانستل شوه

XS
SM
MD
LG