دپاکستان دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دافغانستان په طالبانو غږ کړی چې دامریکا په څېر باید دافغان دولت سره هم د سولې خبرو ته کښیني.
دامریکا غږ پښتو څانګې ته نوموړي ویلي چې دطالبانو جګړه دخپل حکومت سره ده اؤ افغان دولت سره په داخلي توګه سوله هم هغه هومره ارزښت لري لکه څنګه چې دطالبانو نظر کې امریکا سره دسولې خبرې مهمې دي.
مولانا فضل الرحمان چې مدام یې افغانستان کې دطالبانو لخوا دکیدونکو جنګونو پلوي کړې تیره اوونۍ یې په اسلام اباد کې دسولې دچارو دپاره دافغان ولسمشر استازي عمرداودزي ته یوه لیدنه کې باور ورکړی ؤ چې پاکستان کې به دافغان سولې په اړه دافغاني اؤ پاکستاني دیني عالمانو په ګډ کانفرنس راجوړولو کې مرسته وکړي.
مولانا فضل الرحمان ویلي دافغانستان کورني امنیت دپاره په کورنۍ کچه هم خبرې اترې ضروري دي.
دیوې پوښتنې په ځواب کې مولانا فضل الرحمان ویلي د پښتنو په خاوره څلویښت کاله وینې وبهیدې اؤ هرکله چې په یوه کرښه دومره اوږده موده جنګونه وشي نو په مستقبل کې هغه دجغرافیايي بدلون د نخښې په نوم هم بلل کیدلی شي.
هغه وویل ګوند یې چمتو دی چې ددې سیمې د جنګ ځپلي اولس دمستقبل ژغورلو دپاره د ټولو سیاسي اؤ مذهبي ډلو سره خبرې اترې وکړي اؤ یوه ګډه لايحه جوړه کړي.
باید وویل شي په دې وروستیو کې چې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې پیل کړي طالبانو څو کرته امریکایي چارواکو سره خبرې کړي خو افغان دولت سره د خبرو نه انکار کوي.
طالبان دریځ لري چې دافغان جګړې اصل لوری امریکه ده اؤ افغان دولت دپرېکړو توان نه لري خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني بیا وایي چې دافغانستان د مستقبل په اړوند هره پرېکړه به افغانان پخپله کوي اؤ دسولې د خبرو مالکیت به هم دافغانانو په لاسونو کې وي.