لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل او اسلام اباد د بنديانو يو بل ته په ورکولو موافقه شوي، عاطف مشعل


په اسلام اباد کې د کابل سفير ويلي افغانستان او پاکستان په دې خبره موافقه شوي چې په دواړو هېوادونو کې په زندانونو کې د بنديانو يو بل ته د ورکولو په طريقه، مېکانزم کار وکړي.

ويل شوي هغه بنديان چې قېد يې پوره کړی يا يې ضمانتونه منظور شوي او د ځينو علتونو له امله نه وی خوشي شوي د دوي دپاره به طريقه جوړلی شي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بندیانو يو بل ته په ورکړه راکړه خبرې په داسې حال کې شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان سولې د بهير په لړ کې هم خبرې روانې دي.

د يادو دواړو هېوادونو اړيکې د تېرې اوږې مودې نه ترينګلې پاتې شوي او دواړو په يو بل باندې ترهګرو ته د پناه ورکولو تورونه هم لګولي خو په وروستيو کې د کابل او اسلام اباد چارواکو د دواړو هېوادنو سفرونه سېوا کړي دي.

له دې وړاندې هم داسې خبرونه مخې ته راغلي چې دواړو هېوادونه به يو بل ته بنديان ورکوي خو په رسمي ډول داسې کوم تړون مخې ته نه ؤ راغلی.

ډان ورځپاڼې ويلي شکرالله عاطف مشعل تازه څرګندونې پرون د نهې، سه شنبې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

هغه ويلي د بندیانو يو بل ته ورکولو په اړوند خبرې په وروستيو کې د شاه محمود قرېشي د کابل په سفر کې شوې وې.

مشعل زياته کړې دواړه هېوادونه يو بل ته د بنديانو په ورکولو موافق شوي، په پاکستان کې به د افغان سفارتخانې استازي زندانونو ګوري چې دغه ډول بنديان مالوم کړي.

او په افغانستان کې به پاکستاني چارواکي زندانونو ته لاړ شي او هلته به د خوشي کېدو جوګه بندیان وګوري.

مشعل ویلي د تورخم په پوله پاکستان ته راتلونکو افغانانو او په افغانستان کې د پاکستان د ويزې ترلاسه کوونکو افغانانو د ستونزو په اړوند يې د جنرل قمر جاوېد باجوه سره خبرې شوي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ په ټويټر ویلي ؤ د پاکستان د پوځ د مشر سره یې د افغانستان د سولې د بهير په تړاؤ خبرې شوي دي.

د تورخم په پوله راپېښو مسلو د هوارولو په اړوند نوموړي ویلي د خېبرپښتونخوا د ګورنر شاه فرمان سره به وويني.

نوموړي پرون په پېښور کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان سره هم ليدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG