لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هوسې اندریس د امریکا حکومتي مامورینو ته وړیا خواړه ورکوي


واشنګټن: نن په امریکا کې د حکومت د جزوي تړل کېدو یا شټ ډون ۲۶مه ورځ ده.

شاخوا اته لکه حکومتي کارکونکي د ډیسمبر له ۲۲ نېټې څخه یا په خپلو کورونو باندې ناست دي او یا هم بې تنخوا کار کوي.

ټاکل شوې ده، د شورو یا چهارشنبې په ورځ به ولسمشر ډانلډ ټرمپ داسې یوه مسوده لاسلیک کړي چې له مخې یې حکومتي کارکونکو ته د حکومت د جزوي تړل کېدو د ورځو تنخوا ورکړل شي خو دا چې دا پیسې به ورته کله رسېږي دا لا بیا هم څرګنده نه ده.

ډانلډ ټرمپ او ډیموکراټان لا تر اوسه هم له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو د لګښتونو پر مسلې جوړ شوي نه دي.

که چېرې شټ ډون یوه اونۍ نور هم وغځېږي نو کارکونکو ته به د هغوي دوهمه برخه تنخوا هم و نه رسېږي.

په ورته وخت کې د ټرمپ ادارې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دوی په لسګونو زرو حکومتي مامورینو ته خبر ورکړی چې له تنخوا پرته دې کار وکړي تر څو د ټکسونو، د الوتنو د خوندیتوب، د خوراکي توکو د څارنې او د درملو وېشلو په څېر نور مهم کارونه تنظیم کړي.

مالي کمپنیو داسې پروګرامونه جوړ کړي چې له هاغو کارکونکو سره مرسته وکړي چاچې یو دم خپله تنخوا له لاسه ورکړې.

یو شمېر ریسټورانټونه او هوټلونه حکومتي کارکونکو ته خواړه ورکوي.

د وارلډ سینټرل کېچن (نړیوال مرکزي پخلنځای) په نامه یوه خیریه اداره چې په بحراني ځایونو لکه د ۲۰۱۷ کال له سمندري طوفان وروسته په پرټو ریکو کې خلکو ته د ډوډۍ ورکول له امله مشهوره ده وايي چې دوی به نن په واشنګټن کې هم حکومتي مامورینو ته د ډوډي ورکول بهیر پیل کړي.

دوی به د ډوډۍ ورکولو دغه بهیر د سپینې ماڼۍ او د پارلمان د ودانۍ یا کپېټل ترمنځ د پینسلوینیا په واټ باندې پیل کړي.

د یادې خیریه ادارې بنسټګر هوزې اندریسو ویلي، دغه ځآی یې په سمبولیکه توګه ځکه ټاکلی چې امریکایان سره نږدې او په خپلو کې جوړ راشي.

اندریس په خپل ټوېټر باندې لیکلي دي:

"مونږ به د حکومتي مامورینو د هرې کورنۍ په وړاندې چې خوړو ته اړتیا لري پرانیستي یو. مونږ به تاسو ته خواړه درکړو او تاسو خواړه خپل کور ته وړلی شئ. خو زه همدارنګه هیله لرم چې سناتوران، کانګرس او په ځانګړي توګه ولسمشر ټرمپ به کوښښ وکړي د امریکا د تاریخ دغه اوسنۍ حالت په کوم چې ښايي کورنۍ وږې پاتې شي پای وموي."

په امریکا کې حکومت په جزوي توګه وروسته له هاغې وتړل شو کله چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړېدو لپاره له کانګرس څخه ۵.۷ بیلینه ډالره وغوښتل.

ډیموکراټ وکیلانو د پولې د امنیتي چارو د خوندیتوب لپاره ۱.۳ بیلینه ډالره ومنل او زیاته یې کړ چې له دیوال څخه به په پوله د ټکنالوژۍ د ښه کولو او ګزمو زیاتول ډېر اغیزناکه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG