لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد: که طالبان خبرې کوي خبرې ورسره کوو، که جګړه کوي نو ورسره جنګېږو


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، سیمه ییز متحدین یې ورسره پر دې خبره موافق دي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

زلمي خلیلزاد د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې د امریکې په سفارت کې له ځایي رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو د وروستي بیان په اړه چې که امریکا د سولې له خبرو تېښته کوي دوی به ورسره خبرې وځنډوي، داسې وویل:

"که طالبان خبرې کول غواړي موږ ورسره خبرې کولای شو، خو که دوی جګړه کول غواړي نو موږ جګړه ورسره کوو، خو موږ هیله من یو چې طالبان سوله کول غواړي".

طالبانو تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا ورسره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خبرو ته نه حاضرېږي او نور موضوعات منځ ته راوړي، همدارنګه وایي پر دوی فشار اچوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

زلمي خلیلزاد نن سهار په دویم ځل بیا له افغان چارواکو سره لیدلي او د امن او ارامۍ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. خلیلزاد په افغانستان کې د امن په راوستو کې د افغان ځواکونو ستاینه کړې ده.

خلیلزاد وایي که طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او جګړې ته دوام ورکوي، نو امریکا به هم د افغان ولس او افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

"موږ نه دي ویلي چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې غواړو، څه چې موږ غواړو هغه د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدل دي، موږ به د افغانستان ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکوو، چې دا باوري کړو ترهګري موږ دواړو ته خطر نه ده".

خلیلزاد وایي امریکا په اوږده مهال کې هم له افغانستان سره په پوځي، سفارتي او اقتصادي برخه کې پراخ اړیکي ساتل غواړي، چې په تېره اوولس کلنه جګړه کې د افغانانو قربانۍ ته په درناوي د دوی د ښه سباوون لپاره کار وشي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي په راتلونکې غونډه کې به هم د افغان حکومت ګډون ونه مني او ګواښ یې کړی چې که امریکا له ایجنډا اوړي نو دوی به ورسره خبرې وځنډوي، خو زلمي خلیلزاد ویلي، په دې اړه کار کوي او هیله من دی چې ژر به یې له طالبانو سره راتلونکې غونډه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG