لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسولې خبرو نه دطالبانو انکار،زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی


دسولې دخبرو څخه دطالبانو له انکار وروسته افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی د زیارت(پنجشنبې) په ورځ اسلام اباد ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې دغلته به دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې دامریکایي سفارتخانې ویاند ویلي چې پاکستان ته د زلمی خلیلزاد سفر د یوې ورځې نه نیولی تر څلورو ورځو کیدلی شي اؤ هغه به پاکستاني چارواکو سره دافغان سولې ترڅنګ په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کوي.

سرچیني وایي پاکستاني چاروکو سره لیدنو کې به هغه په دې خبره زیات ټینګار کوي چې پاکستان باید طالبان افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښېنولو کې مرسته وکړي.

د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یو بیان کې امریکا ته ګواښ کړی ؤ چې که په هغوئ دفشارونو راوړلو لړۍ ونه درول شوه نو د خبرو روانې لړۍ به وځنډوي.

طالبانو ویلي وؤ امریکا ورسره دوه میاشتې وړاندې د دوحې خبرو کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو په موضوع خبرې کیږي خو اوس ایجنډې ته نوې نوې خبرې راوړي چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي.

دطالبانو په دغه بیان امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم سخت غبرګون ښودلی اؤ مطبوعاتو ته یې ویلي چې طالبان که سوله کوي امریکه ورسره سولې ته تیاره ده اؤ که جګړه کوي نو جګړې ته ورسره تیار یو.

خو هغه دا هیله هم ښودلې وه چې طالبان دجګړې پځائ سوله غواړي اؤ ډیر زر به ورسره دخبرو نوې نېټه کېښودل شي.

اسلام اباد ته له خپل سفر وړاندې زلمي خلیلزاد د نوي ډيلي، بیجنګ اؤ کابل سفرونه هم کړي وؤ اؤ اړونده چارواکو سره یې افغانستان کې دسولې په تامین خبرې کړې وې.

طالبان افغانستان کې دسولې په اړوند یوازې امریکا سره خبرې کول غواړي اؤ امریکایي چارواکي غواړي چې دسولې ددې پروسې مشري باید دافغانانو په لاس کې وي چې له دې امله رامینځته شوؤ اختلافونو د سولې دخبرو لړۍ ودرولې ده

XS
SM
MD
LG