لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کېنېډا د وزيراعظم په څېر ښکاره کېدونکی افغان سندر غاړی ‌‌‌‌‌‌ډير مشهور شوی دی


افغان سندرغاړی عبدالسلام مفتون چې د کېنېډا د وزيراعظم جسټن ټروډو په شان څېره لري د سندر غاړو په يوه سيالۍ کې راښکاره شوی اود ټروډو په شان څېرې له امله ډېر مشهور شوی دی.

۲۸ کلن مفتون د افغان سټار په نوم سيالۍ کې د ښکاره کېدو وروسته د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

رویټرز سره په خبرو کې مفتون ویلي خلک ورته د افغانستان ټروډو وايي او خلک ورسره عکسونه اوباسي.

د کېنېډا د ۴۷ کلن وزيراعظم ټروډو په څېر افغان سندرغاړی نه يواځې مشهور شوی بلکې د سيالۍ يو جج ويلي دا سيالي هم د هغه د ګټې لور ته روانه ده.

قېص الفت ویلي د هغه سره د سيالۍ ګټلو غټه موقع ده ځکه چې يواځينی سيال دی چې ډېر مشهور شوی دی.

ياد افغان سندرغاړي اووه کاله وړاندې سندرې ويل پېل کړي او په ودونو کې به يې سندرې ويلې.

مفتون ویلي يواځينی خواهش لري چې ټروډو يې کېنېډا ته وغواړي او هغه هلته د افغانستان سندرې اووايي او ټروډو يې په خپله واوري.

XS
SM
MD
LG