لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالبانو سره هم ښايي وګوري


 زلمی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزېرې تهمینه جنجوعه
زلمی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزېرې تهمینه جنجوعه

واشنګټن: د افغانستان د سولې د لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد او تمه ده چې په دغه سفر کې به نوموړی ښايي له طالب استازو سره هم وګوري.

خلیلزاد اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، چې له طالبانو سره به ډېر ژر خبرې وشي او مونږ د همدې لپاره کار کوو خو هغه نور معلومات ور نه کړل.

په ورته وخت کې، افغان ولسمشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له عمران خان سره په ټیلیفون باندې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

د خان دفتر په یو بیان کې ویلي دي چې غني د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د پاکستان له هڅو خوښي څرګنده کړې ده.

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې عمران خان ولسمشر اشرف غني ته دا ډاډ ورکړی چې پاکستان د سولې د ځانګړي بهیر له لیارې د افغانستان د شخړې حل غواړي.

په اسلام اباد کې رسمي سرچینې په راتلونکو دوو ورځو کې د مهو پرمختګونو تمه لري خو هغوي په دې اړه د معلوماتو له ورکول ډډه کوي.

دوی ټینګار کوي چې په اوسنیو حالاتو کې د موقع د لاسه ورکولو لپاره هېڅ ډول امکان نه شته.

خلیلزاد پاکستان ته له افغانستان څخه ورغلی دی چېرې چې هغه د امریکا په مشرۍ د سولې د روان پروګرام په اړه ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو ته معلومات ورکړي.

طالبانو د خلیلزاد له ډلې سره په قطر او عربي متحده اماراتو کې څو ځله لیدلي دي خو دغې ترهګرې ډلې د افغانستان له حکومت سره له خبرو کولو انکار کړی.

خو خلیلزاد د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا په روښانه توګه وویل چې دغه ترهګره ډله د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید له افغان حکومت سره خبرو ته کښیني.

خلیلزاد وسلوالو طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړ چې که طالبان د سولې پر ځای جګړه غوره کړي نو امریکا به د افغان حکومت ملاتړ کوي.

طالبانو ددې اونۍ په سر کې ګواښ کړی وو چې د سولې له ټولو خبرو به په شا شي که چېرې امریکا د سرتېرو د وتلو د پلان په ګډون د دوی مهمې غوښتنې و نه مني.

په پاکستان باندې د اوږدې مودې راهیسې تورونه لګول کېږي چې طالبانو ته یې پناه ورکړې او له هغوې سره د بریدونو په تنظیمولو کې مرسته کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG