لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: په پاکستان کې د خلکو جبري بې درکۍ، غیرعدالتي وژنې او اذیتونه دوام لري


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د 2019م کال په اړه خپور شوي رپوټ کې وایي، د پاکستان د حکومت له خوا په هېواد کې د قومي سلامتۍ په پلمه د خبریالانو او د ټولنیزو فعالانو د اوازونو د خاموشه کولو هڅې مخ په زیاتېدو دي.

دغې ادارې پخپل رپوټ کې ویلي چې په دې هېواد کې اوس هم د خلکو جبري بې درکۍ، غیرعدالتي وژنې او خلکو ته اذیت ورکول اوس هم دوام لري، خو امنیتي ادارې یې په بیړه پر ملکي حکومت د اغېز زیاتولو په کار بوختې دي.

د اېشیا لپاره د بشري حقونو د څار د ادارې مشر برېډ اډمز وایي، له توندره مذهبي ډلو سره د اوسني حکومت نرم چلند د مذهبي اقلیتونو او د هغو خلکو په وړاندې د ویرې فضا جوړه کړې، چې مذهب ته د سپکاوي د قانون په اړه پوښتنې را پورته کوي:

"نوي حکومت ته پکار ده چې د توندره ډلو په ضد را پورته شي او هغه چې په تشدد کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپاري".

د بشري حقونو د څار ادارې پخپل وروستي رپوټ کې دا هم ویلي، چې مذهب ته د سپکاوي د قانون په تړاو پر مذهبي اقلیتونو په پرله پسې توګه تشدد کېږي او د حکومت له خوا د خلکو په ځورونو او امتیازي قوانینو کې زیاتوالی لیدل کېږي.

رپوټ وایي پاکستاني چارواکي په دې کې هم پاتې راغلي چې له ښځو او نجونو سره د ناوړه چلند، د عزت په نامه د وژنو او د جبري ودونو د مخنیوي لپاره کافي ګامونه واخلي او په دغو پېښو کې لاس لرونکو ته سزا ورکړي.

ایچ آر ډبلیو د 674 مخونو په تفصیلي رپوټ کې چې په شاوخوا 100 هېوادونو کې یې د بشري حقونو حالت ته کتنه کړې ویلي، د عمران خان حکومت له راتګ سره په هېواد کې د یو لړ نړیوالو غیرسرکاري ادارو پر کار بندیز ولګاوه او پر رسنیو یې فشار زیات کړ، چې ځینو مسایلو لکه پر حکومتي ادارو، پوځ او عدلیه باندې تنقید ته باید ځای ور نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG