لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جسټس اصف سعيد کهوسه د پاکستان نوی چيف جسټس جوړ شو


جسټس اصف سعيد کهوسه د پاکستان د سپريم کورټ د ۲۶م چيف جسټس په حېث سوګند پورته کړو.

د نوي چيف جسټس د سوګند پورته کولو دستوره په نن د جمعې په ورځ په اېوان صدر اسلام اباد کې وشوه او صدر عارف علوي د نوموړي جج نه سوګند واخيستو.

په دستوره کې وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی دی.

د چيف جسټس سعيد کهوسه نه وړاندې د پاکستان چيف جسټس میا ثاقب نثار ؤ، په لانجمنو فېصلو ياد چيف جسټس پرون د زيارت په ورځ ريټاير شوی دی.

اصف سعيد کهوسه څوک دی؟

اصف سعيد کهوسه د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سيمه کې په ۲۱دسمبر ۱۹۵۴ کې زېږېدلی دی.

هغه لسم ټولګی د ملتان او دولسم ټولګی د لاهور نه پاس کړي دي په ۱۹۷۳م کې يې د لاهور د ګورنمنټ کالج نه څوارلسم او بيا په ۱۹۷۵ کې يې په انګرېزۍ ادب کې د پنجاب پوهنتون نه د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده.

نوموړی په کال ۱۹۹۸ کې د لاهور هايکورټ جج جوړ شوی او په کال ۲۰۰۷م کې چې کله پوځي امر پروېز مشرف په ملک کې بېړني حالت په ځای کړه جسټس کهوسه هم د پي سي او لاندې د سوګند اخيستو نه انکار کړی ؤ.

په ۲۰۰۸م کې هغه بیرته په خپله چوکه په ځای کړی شوی او هغه د سپريم کورټ په اووه غټو بنچونو کې پاتې شوی چې په يو کې يې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني پرضد د عدالتي سپکاوي اورېدنه هم کوله.

هغه په کال ۲۰۱۰م کې د سپريم کورټ جج جوړ کړی شوی ؤ او تراوسه په دغه ځای دی. هغه د بل پخواني وزيراعظم نوازشريف او دهغه د کورنۍ پرضد د پاناما په مقدمه کې د اورېدونکي بنچ مشر ؤ.

XS
SM
MD
LG