لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:دطب په محصله جنسي تیري کوونکي ته دتیزندۍ سزا اورول شوې


تیزندۍ سزا
تیزندۍ سزا

په پاکستان کې په روان کال کې په لمړي ځل دطب یوې طالبعلمي سره دجنسي تیري په جرم دمحکمې لخوا دلاهور یو اوسیدونکي وقاص خالد ته د تیزندۍ سزا اورول شوې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي وقاص خالد په کال ۲۰۱۶م کې دمیډیکل یا طب یوه طالبعلمه تښتولې وه اؤ وروسته یې پرې جنسي تیری کړی ؤ.

له جنسي تیري وروسته چې کله دغه طالبعلمه هغه پرېښوده اؤ طبي معائنه یې وشوه نو ترې ثابته شوې وه چې په هغې جنسي تیری شوی دی.

ددغه پېښې مقدمه په کال۲۰۱۶م کې دلاهور به قائداعظم انډسټریل ایریا تاڼه کې درج کړل شوې وه.

دصنفي تشد دپېښو دڅار دپاره جوړې کړل شوې ځانګړې محکمه کې ددغه دوسیې اوریدنه روانه وه اؤ تیره ورځ دمحکمې قاضي رحمت علي په طالب علمه جنسي تیري کې ککړ مجرم وقاص خالد ته د تیزۍ دسزا ترڅنګ د پینځوؤ لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي چې سرکاري وکیل کوم ګواهان اؤ دلیلونه وړاندې کړي له هغې په مجرم جرم ثابت شوی دی.

د روان کال پر مهال دا لمړی ځل دی چې په پاکستان کې دمحکمې لخوا دجنسي ځورونې له امله یو چاته د تیزندۍ سزا اورول شوې ده.

د روانې میاشتې په پیل کیږي په پاکستان کې يوې غيرسرکاري ادارې ساحل ویلي وؤ دې هېواد کې هره ورځ يوولس ماشومان له جنسي تېریو سره مخ کېږي او دا هغه شمېر دی چې رپورټ کيږي او اصل شمېر تر دې ډېر زيات ګڼل کېږي.

له ساحل نومي دې ادارې سره کارکوونکی ممتاز گوهر ډيوه رېډيو ته ویلي وؤ دلته د جنسي تشدد په پېښو کې د زياتوالي يوه وجه دا هم ده چې مجرمانو ته سزا نه ورکول کېږي او د دوی په وينا يواځې پینځه فيصده مجرمان په دغه شان جرمونو کې سزا کيږي.

تیرکال په نهو میاشتو کې یوازې دپاکستان خیبر پښتونخوا صوبه کې ۴۱میرمنو په دفترونو کې دجسماني ځورونو اؤ یوې ښځې د جنسي ځورونې شکایتونه درج کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG