لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو دبل پړاؤ اسلام اباد کې دکولو پرېکړه


سرچینې وایي امریکا اؤ پاکستان پرېکړه کړې چې طالبانو سره دامریکا دخبرو راتلونکی پړاؤ به په اسلام اباد کې ترسره کیږي چې پکې به دطالبانو تر پینځلسو زیات مشران دبرخې اخستلو دپاره اسلام اباد ته په سفر ځي.

دجمعې په ورځ دپاکستان د اردو ژبې ټیلي ويژن (جیو)دسرچینو له قوله افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اؤ دپاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي ترمینځ دشوې لیدنې دمینځ خبرې خپرې کړي دي.

دغه ټيلي ویژن وایي په لیدنه کې زلمي خلیلزاد دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې طالبان نه خو افغان دولت سره دسولې خبرو ته اماده دي اؤ نه اوربند ته غاړه ږدي ځکه نو په داسې حالاتو کې باید پاکستان خپل رول ترسره کړي ترڅو د سولې روانې هڅې ګټورې پائیلې ولري.

سرچینې وایي په دغه موقعه پاکستان زلمي خلیلزاد ته باور ورکړی چې طالبانو ته به اسلام اباد ته د راتګ بلنه ورکړي اؤ هم دلته به دامریکا اؤ‌ طالبانو ترمینځ دسولې د خبرو راتلونکی پړاؤ ترسره شي.

دغه ټي وي د سرچینو له قوله دعوه کړې ده چې پاکستان زلمي خلیلزاد ته باور ورکړی چې تر اتلسو پورې طالب مشران به پاکستان ته راشي اؤ امریکه سره به دسولې خبرې وکړي.

سرچینې وایي پاکستان کې په جوړیدونکو دغو خبرو کې به دقطر استازي هم برخه ولري.

تراوسه طالبانو یا امریکا ددې خبرې تصدیق نه دی کړی چې د امریکا ا‌ؤ طالبانو دخبرو بل پړاؤ به چرته ترسره کیږي.

طالبان افغانستان کې دسولې په اړوند یوازې امریکا سره خبرې کول غواړي اؤ امریکایي چارواکي غواړي چې دسولې ددې پروسې مشري باید دافغانانو په لاس کې وي چې له دې امله رامینځته شوؤ اختلافونو د سولې دخبرو لړۍ ودرولې ده

د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یو بیان کې امریکا ته ګواښ کړی ؤ چې که په هغوئ دفشارونو راوړلو لړۍ ونه درول شوه نو د خبرو روانې لړۍ به وځنډوي.

دطالبانو له دغه ګواښ وروسته امریکایي استازی زلمی خلیلزاد دپاکستان په سفر تللی اؤ ددغه هیواد دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه،خارجه وزیر شاه محمود قریشي اؤ دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه سره یې لیدنې کړي اؤ احتمال ښودل کیږي چې نن دجمعې په ماښام به وزیراعظم عمران خان سره هم وویني.

اسلام اباد ته دزلمي خلیلزاد دسفر په مهال تیره ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره هم ټیلي فوني تماس نیولی ؤ اؤ له هغه یې غوښتنه کړې وه چې افغان سوله کې باید پاکستان خپل کردار ترسره کړي.

طالبانو ویلي وؤ امریکا ورسره دوه میاشتې وړاندې د دوحې خبرو کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو په موضوع خبرې کیږي خو اوس ایجنډې ته نوې نوې خبرې راوړي چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي.

دطالبانو په دغه بیان امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم سخت غبرګون ښودلی اؤ مطبوعاتو ته یې ویلي چې طالبان که سوله کوي امریکه ورسره سولې ته تیاره ده اؤ که جګړه کوي نو جګړې ته ورسره تیار یو.

خو هغه دا هیله هم ښودلې وه چې طالبان دجګړې پځائ سوله غواړي اؤ ډیر زر به ورسره دخبرو نوې نېټه کېښودل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG