لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته زورور امیدواران څوک دي؟


واشنګټن ــــ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته سیالۍ مخ په تودېدو دي چې ټاکل شوې ده د روان کال په جولای میاشت کې به وشي، تر اوسه چې د اوسني ولسمشر اشرف غني په ګډون کومو کسانو ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته نومولي دي په هغوی کې پخواني لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر محمد حنیف اتمر په ګډون 7 تنو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو (امیدوارانو) په توګه په رسمي توګه خپل کاغذونه جمع کړي دي، خو اوسني ولسمشر اشرف غني او نورو کسانو د خپلې نوماندۍ کاغذان د رجسټر کېدو وروستیو دوو ورځو- د جنورۍ 19مې او 20مې- ته ځنډولي دي.

له حنیف اتمر پرته چې تر اوسه کومو کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو ته په رسمي توګه ځانونه نومولي دي، په هغوی کې تېر ولسمشریزو ټاکنو ته درېدلی زلمی رسول، نورالحق علومي، سیدنورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، فرامز تمنا او عبدالحکیم تورسن شامل دي.

د افغان ولسمشر د دفتر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې اشرف غني به د اتوار- یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د کمېشن دفتر ته لاړ شي او له خپلو دوو مرستیالانو سره به ځانونه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ونوموي. سرچینې وایي چې ولسمشر غني د کورنیو چارو اوسنی وزیر امرالله صالح د لومړي مرستیال او سرور دانش د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.

حنیف اتمر په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني تر ټولو کلک سیال بلل کېږي. هغه پخپله ډله کې یونس قانوني او محمد محقق شامل کړي او خپلې انتخاباتي ډلې ته یې (سوله او اعتدال) نوم ورکړی دی

ښاغلي اتمر د جمعې په ورځ په انتخاباتي غونډه کې رسنیو ته ویلي، چې که د ولسمشر په توګه وټاکل شي، نو د افغانستان په حکومتي جوړښت کې به د لویې جرګې له لارې په اساسي قانون کې بدلون راولي او د وزیراعظم څوکۍ به هم ولري او له دې سره به خپل درېیم مرستیال هم وټاکي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د جولای په 20مه وشي، خو څېړونکي وایي چې کېدای شي له طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت د ممکنه مذاکراتو په نتیجه کې نور هم وځنډېږي، ځکه چې وایي که له طالبانو سره د سولې تړون وشي نو کېدای شي هغوی ته هم په حکومت کې برخه ورکړل شي.

په افغانستان کې د تېر اکتوبر د پارلماني ټاکنو پر شفافیت او د نتایجو پر ځنډ را پورته شویو پوښتنو ته په پام داسې اندېښنې هم شته چې کېدای شي د ولسمشرۍ ټاکنې هم د امنیتي ستونځو او په انتخاباتي بهیر کې د تکنیکي مسایلو له امله د نوماندانو تر منځ د جنجال ښکار شي.

د افغانستان د ازادو او له درغلۍ پاکو ټاکنو د ادارې مشر محمد یوسف رشید نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د انتخاباتو کمېشن په پارلماني ټاکنو کې د خپل بایللي باور د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې، خو وایي د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې پکې زیاتو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG