لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د امن لپاره خوشبینۍ : پاکستان مخلصه دی او که نه؟


واشنګټن ـــ له طالبانو سره د امن د خبرو لپاره په افغانستان او سیمه کې تېزوالی په نظر راځي، خو بنیادي پوښتنې دا دي چې آیا پاکستان واقعي د افغانستان په امن کې مخلصه دی که نه او دا چې دا خبرې به واقعي کامیابې شي که نه.

پاکستان دا ځل مخلص دی که نه؟

د افغان چارواکو په نظر کېدای شي پاکستان دا ځل د امن په هڅو کې تر ډېره حده مخلصه وي. د سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازي عمر داودزي له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په سوله کې د پاکستان هڅو ته خوشبینه دی.

"هیله لرو چې طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، نړیوالو حالاتو تغیر کړی دی چې د افغانستان خلک باید اوس سوله وویني او په سیمه کې د امن لپاره حرکت لیدل کېږي".

د پاکستان د دفاعي او سیاسي چارو څېړونکی بریګېډیر سعد محمد خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، د پاکستان په هڅو کې اخلاص لیدل کېږي، خو خبره دا ده چې طالبان به هم دا ثابتوي چې دوی امن غواړي:

"له عمران خان سره د صدر اشرف غني ټلیفوني خبرې ښایي چې دواړه په امن سره موافق دي او په اول ځل داسې محسوسېږي چې افغانستان د پاکستان کردار ته په مثبت نظر ګوري".

پخوانی سنېټر او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وي.او.اې ډیوه ته وویل، "د امن لپاره په ټولو لارو حرکت لیدل کېږي او د امن هیلې زیاتې شوې دي".

د پاکستان او د طالبانو دریځونه بدل شوي؟

طالبانو په متحده عرب اماراتو کې له امریکایي پلاوي سره تر غونډې وروسته په خپل دریځ کې هیڅ قسمه بدلون نه دی راوستی او ویلي یې دي چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني او د سولې لپاره یواځینی شرط یې دا دی چې امریکایي او بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي.

د پاکستان خارجه وزارت ویاند ډاکټر فیصل پخپله وروستۍ خبري غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د هندوستان هیڅ رول نه شته. په کراچۍ کې د پولیسو ځایي مشر هم روانه اوونۍ تور لګولی وو چې د چین پر کونسلګرۍ په وروستي برید کې د افغانستان او هند لاس وو.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار ښه په درز کې روان کړی دی او د پاکستان ریاست په دې نظر دی چې ترهګري له افغانستانه کېږي، خو افغانستان بیا تور پورې کوي چې هلته په ترهګرۍ کې لاس لرونکو وسلوالو طالبانو ته د پاکستان پر خاوره پناه ورکړل شوې ده.

ځینې ګاونډي هېوادونه وایي چې پاکستان اوس هم افغانستان یو خپلواک هېواد نه ګڼي. د هند د پوځ مشر بپن روات په تېرو ورځو کې ویلي وو، چې پاکستان اوس هم افغانستان خپل پټی ګڼي او د افغان شخړې داسې هواری غواړي چې د دوی په ګټه وي.

د سولې د کامیابۍ او ناکامۍ ذمه وار به څوک وي؟

د سیمې پوهان په دې نظر دي، چې که څه هم د افغانستان په امن کې به افغان حکومت په جزوي توګه د کامیابۍ او ناکامۍ ذمه وار بلل کېږي، خو تر ټولو زیاته ګوته به یې ګاونډي پاکستان ته نیول کېږي.

پاکستان تل نړۍ او امریکا ته دا باور ورکاوه چې په افغانستان کې د امن چابي د دوی په لاس کې ده، خو کله چې د امن لپاره د خبرو وخت راغی نو پاکستان وویل چې دا د سیمې د هېوادونو او نړۍ ذمه واري ده.

بله خبره دا ده چې ناقدین نیوکې کوي چې پاکستان که اوس مخلصه وي او په افغانستان کې امن راوستل غواړي نو کېدای شي دا کار د افغانستان د ګټو لپاره نه بلکې د خپلو مفادات په اساس وکړي. پښتانه فکر کوي چې د افغانستان په جګړه کې د ګټو لپاره روس دوښمنه کړې وه او کېدای شي همدغه رنګ د خپلو ګټو لپاره یې په امن کې اوس ملګرې کړې وي او د دې هر څه ټول تاوان پښتنو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG