لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې ښځې اوس هم د هر ډول تشدد سره مخ دي، هيومن رايټس واچ


په پاکستان کې د غېرت په نوم وژنې، په ښځو تېزاب اچول، په هغوي جسماني او جنسي تشدد کول او په زوره په کم عمرۍ کې د جينکو د ودونو پېښې اوس هم غټه ستونزه ده.

د بشري حقونو د څار نړيوالې اداره هيومن رايټس واچ په خپل رپورټ کې دغه خبرې کړي دي.

رپورټ زياتوي چې د يوې اندازې ترمخه په پاکستان کې هر کال د غېرت په نوم ۱۰۰۰
کسان وژل کیږي.

د بشري حقنو لپاره کارکونکې فعالې شاد بيګم وايس اف امريکا ډيوه ته وويل چې په
اسمبليانو کې کوم قوانين پاس کيږې په هغې د عمل نه له امله په داسې قسم پېښو کې زياتوالی مخې ته راځي.

د بشري حقونو د څار ادارې د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۱۸ په وړومبو شپږو مياشتو کې د ښځو د وژنې ۶۶ پېښې د صوبه پنجاب فيصل آباد ښار کې په ريکارډ راغلې وې په کوم کې چې زياتې ښځې د غېرت په نوم وژل شوي وې.

د کم عمر جينکو ماشومانو سره د جنسي تيري په اړه رپورټ کې ليکل شوي چې د کال ۲۰۱۸ په اولنو شپږو مياشتو کې په پنجاب صوبه کې د ۷۷ جينکو بشمول ۱۴۱ ماشومانو سره د جنسي تيري پېښې رپوټ شوي دي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، کوم قوانين چې د ماشومانو د تحفظ لپاره جوړ کړې شوېدي نو په هغې کار کولو سره سره په ټولنه کې د ماشومانو سره د جنسي زياتې په اړه شعور پېدا کول هم پکار دي.

ياد رپورټ زياتوي چې په پاکستان کې په کم عمر کې ودونه هم يوه غټه ستونزه ده او دا چې ۲۱ فيصده جينکۍ د ۱۸ کالو نه په کم عمر کې واده کېږې.

د کم عمرۍ د ودونو د مخنيوي په اړه د عمران ټکر وينا وه چې پاکستان کې په مرکزي کچه کوم قانون په دې لړ کې موجود دی هغه غېر فعاله دی او دا چې د خېبر پښتونخوا اسمبلې د کم عمرۍ د ودونو په ضد لا قانون سازي نه ده کړې.

د هيومن رايټس واچ په رپورټ کې دا هم ليکلې شوي چې په پاکستان کې د ۵۰ لاکه نه سېوا ماشومان د ابتدائي تعليم څخه محروم دي په کوم کې چي زياته شمېره د جينکو ده.

بلخوا د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تعليم لپاره جوړې ستېنډنګ کمېټې ته په يو رپورټ کې ويلي شوې دي چي د صوبې په کچ ۲۶ لاکه ماشومان اوس هم د ابتدايئ تعليم حاصلولو لپاره په سکولونو کې نه دي داخل شوي.

XS
SM
MD
LG