لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحريک انصاف حکومت راحیل شريف ته د سعودي عرب د پوځي اتحاد د مشرۍ دپاره اجازت ورکړی


د پاکستان تحريک انصاف حکومت پخواني پوځي مشر (ر) جنرل راحيل شريف ته اجازت ورکړی چې د سعودي عرب په مشرۍ د ۴۱ سني مسلمان هېوادونو د پوځي اتحاد مشري وکړي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه اجازت نامه (اېن او سي) د روانې مياشتې په لسمه نېټه ورکړی شوې او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د دې خبرې پخلی کړی چې مرکزي کابينې يې منظوري ورکړې ده.

راحيل شريف چې په کال ۲۰۱۶م کې د پاکستان د پوځ د مشرۍ څخه ريټايرډ شوی او په کال ۲۰۱۷م کې د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ته ورغلی ؤ.

په هغه وخت د مسلم ليګ ن په حکومت سختې نيوکې شوې چې د پوځ څخه د ريټائرمنټ نه وروسته ٖپوځي افسر دوه کاله بله نوکري نه شي کولی او په ځانګړي ډول په بهر هېواد کې خدمات نه شي ترسره کولی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) چې هغه وخت په حکومت کې نه ؤ راحیل شريف ته د مسلمان هېوادونو د مشرۍ په اجازه ورکولو يې د مسلم ليګ ن په حکومت سخت ټکونه کړي وو.

پي ټي ايي ویلي ؤ دوي نه دي خبر چې د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد کې به د پاکستان رول څه وي او دا اتحاد کوم اهداف لري؟.

خو د عمران خان په وزيراعظمۍ د پي ټي ايي ګوند حکومت راحیل شريف ته اجازت نامه په داسې حال کې ورکړې چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان ته سعودي عرب قرض پېسې او تېل ورکوي.

یو کال وړاندې ویل شوي پاکستان سعودي عرب ته نورې پوځي دستې لېږي او پوځ په خپله ویلي ؤ، د پاکستان پوځ سعودي عرب ته "د روزنې او مشاورتي ممهم دپاره لېږلی شي".

سعودي عرب ته په نور پوځ لېږلو په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې سختې نيوکې شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG