لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ سبا په کراچۍ کې جلسه کوي


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سبا د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې اولسي غونډه، جلسه کوي او د غورځنګ مشران وايي دا جلسه د نقيب مسيد د لومړي تلين او د راؤ انوار د لاسه وژل شوؤ نورو کسانو په ياد کې کولی شي.

د پي ټي اېم سبانۍ جلسه په سهراب ګوټ کې جوړه شوې ده.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نورالله ترين وايي، جلسې ته به د غورځنګ مشر منظور پشتين او نور مرکزي مشران وېنا کوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ترين وويل، د جلسې دپاره تياريانې په وروستي پړاؤ کې دي او دوي ته د ضلعي حکومت څخه د جلسې دپاره رسمي اجازت نامه هم ورکړی شوې ده.

د نوموړي په وېنا د تېرې جلسې په څېر ورته د انتظاميې، پوليس او رېنجرز ځواک لخوا ډېر خنډان نه جوړيږي.

خو تور لګوي رېنجرز ځواک يې په ځینو علاقو کې عام پلويان ځوروي او ویروي چې جلسې ته لاړ نه شي.

پي ټي اېم تېر کال د مې په مياشت کې په کراچۍ کې اولسي غونډه کړې او په دغه مهال د پي ټي اېم مشرانو ويلي ؤ چې دوي ته د جلسې جوړولو په لار کې خنډان جوړول کيږي.

تېر کال په کراچۍ کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد مقدمې هم درج شوې وې.

نور الله ترين وايي دا وخت د کراچۍ په مبينه ټاؤن، سچل، ګلشن معمار او سايټ ټاؤن علاقو کې په پوليس تاڼو کې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد مقدمې درج دي.

هغه وويل په وروستيو کې په ګلشن معمار علاقه کې پوليس د دوي پرضد مقدمه درج کړې نزدې ۱۲ کسان يې نيولي چې پکې د نوموړي په وېنا نهه تنه په ضمانت خوشي کړی شوي او درې اوس هم بندي دي.

د پي ټي اېم د دغو غړو پرضد د مقدمې جوړولو په اړوند د ګلشن معمار پوليس تاڼې مشر اشتياق وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ دغو کسانو د پاکستان د رياست او پوځ پرضد نعرې وهلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG