لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: پوليسو په ګاډي ډزو کې د دوه ښځو په ګډون څلور تنه وژلي


د پنجاب صوبې په ساهېوال سيمه کې سي ټي ډي پوليسو په یو موټر ډزې کړي چې پکې دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

ځايي ميډيا د سي ټي ډي پوليس له قوله وايي پوليس ادعا کړې چې د داعش د کمانډر په ګډون يې درې نور تنه وژلي دي.

پوليس ادعا کړې چې څلور تنه په نښته کې وژل شوي چې پکې د داعش ځايي کمانډر ذيشان، يو بل تن او دوه ښځې شامل دي.

ځايي ميډيا وايي په بريد کې وژل شوې يوه ښځه د ماشومانو مور او بله ښځه نه ده نزدې ۱۳ کلنه ماشومه ده هغه وژل شوې ده.

د ډزو په پېښه کې يو ماشوم ژوبل شوی او دوه نورې ماشومانې روغې پاتې شوي دي.

ژوبل ماشوم ځايي رسنيو سره په خبرو کې ویلي، دوي د لاهور نه کلي ته په ګاډي کې روان ؤ په ګاډي کې يې مور، پلار، خوېندې او د پلار دوست ناست ؤ چې ډزې پرې وشوې.

په سوشل ميډيا په دغه پېښه تود بحث روان دی چې د پنجاب صوبې د تحريک انصاف حکومت دې په دغه اړوند ځواب ورکړي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ویلي، ښکاري چې ترهګرو د عامو خلکوسره پناه اخيستې وه او سي ټي ډي ورته ویلي دا غټ ترهګر ؤ.

هغه ویلي د پنجاب حکومت به پوره جواب ورکړي.

خو د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار په سمدستي ډول د پېښې په اړوند څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG